شمالي کوريا د اتوار په ورځ د بيلسټک ميزایل يوه بله ازموينه کړې کومه چې دې خبرې پله اشاره کوي چې دا يو نوی ډول ميزایل دی او د څلورنيم زره کلوميټره فاصلې پورې ويشتلو توان لري.
سپينې ماڼۍ ويلي، د دغه ازموينې په ځواب کې پکار ده چې " ټول هېوادونه د شمالي کوريا په ضد سخت بندېزونه عملي کړي".
جاپان او جنوبي کوريا په سمدستي ډول دغه اقدام غندلی او ويلي يې دي دا د سيمې دپاره خطره ده او د شمالي کوريا د وسلو د پروګرام په اړوند د ملګرو ملتونو د قراردادونو سرغړونه ده.
د جاپان وزيراعظم شېنزو ابی دفتر ويلي، نوموړي خپل حکومت ته امر کړی چې " ټولې ممکنه تيارۍ چمتو کړي".
د جاپان د دفاع وزیرې تومومي اناده په ټوکيو کې خبريالانو ته ويلي، " د ميزايل دغه ازموينه زمونږ د ملک دپاره سخت ګواښ دی، ددفاع وزارت، او دفاعي ځواکونه په دوامداره توګه د امريکا او جنوبي کوريا سره په ګډه کار کوي او معلومات رايوځای کوي".
هغې وويل د خپل ملک د امنيت يقيني کولو دپاره به هر ګام پورته کوي.
اناده ويلي دا ميزايل په ۳۰ منټه کې ۷۰۰ کلوميټره لرې تلی او د جاپان سمندر کې لوېدلی دی او دا ځای د شمالي کوريا د ختيځ ساحل نه څلور سوه کلوميټره لرې دی.
هغې ويلي دا يوه نوې ډول ميزايل ازموينه کېدی شي ولې د پیانګ يانګ لا په دغې اړه سمدستي کوم بیان نه دی جاري کړی.
چين په پيانګ يانګ په سيمه کې د زغم او کړکېچ سېوا کولو څخه د ډډې کولو غږ کړی او د بهرنو چارو وزیر يې مخالفت کړی او د د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د قراردادونو سرغړونه يې ورته وېلې ده.
بيجنګ د پيانګ يانګ يواځينی غټ او سوداګريز ملګری دی.
دکرېملن ویاند ويلي، صدر ولاديميرپيوټن چې دا وخت د نړيوالې غونډې دپاره په بيجنګ کې دی د ميزایل په ازموينه او سيمه کې په کړکېچ سېوا کولو يې اندېښنه څرګند کړې ده.
په هوايي کې د امريکې پېسفک کمانډ د راکټ داغلو پخلی کړی ولې ويلې یې دي دا نامالومه پروجېکټايل په ښکاره دومره غټ نه دی او دا بېن البراعظمي نشي کېدی د کومې وسلې جوړولو چې شمالي کوريا دعوی کوي.
د سپينې ماڼۍ يو چارواکي وایس اف امريکا ته ويلي چې صدر ډونلډټرمپ ته د هغه د ملي امنيت صلاح کار اېچ ار مک ماسټر په ټيليفون باندې د شمالي کوريا د میزایل تجربې احوال ويلی دی.
يوه ورځ وړاندې د شمالي کوريا يو لوړ پوړي سفارتکار ويلي چې پيانګ يانګ به په مناسب وخت کې د امريکا سره د دواړو ملکونو د شخړې په اړوند خبرو ته تيار شي.