لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا،پاکستان اؤ افغانستان داعش ته په ماتې ورکولو صلاح شوي


دغو درې اړخیزه خبرو اترو کې دداعش څخه د پیښو ګواښونو د مخنیوي په لارو چارو غور شوی دی
دغو درې اړخیزه خبرو اترو کې دداعش څخه د پیښو ګواښونو د مخنیوي په لارو چارو غور شوی دی

دپاکستان،افغانستان اؤ امریکې د پوځي جنرالانو تر مینځ لیدنه کې په پاکستان اؤ افغانستان کې په چټکتیا سره د راپورته کیدونکې خودسره وسله والې ډلې داعش د مخنیوي په لارو چارو خبرې شوي دي.

دپاکستان پوځ وایي دغه لیدنه کې پاکستان اؤ افغانستان پخپله خاوره دداعش دمخنیوي دپاره په سختو ګامونو اخستو صلاح شوي دي.

په پاکستان کې د پوځي چارو څیړنکاران د پوځي مامورینو ترمینځ غونډه کې شوې پریکړي ډیرې مهمي بلي خو وایي ددې دپاره به پاکستان اؤ افغانستان ته خپلو کې بې باوري ختمول وي.

دپاکستان پوځي وایي پینډۍ کې دپاکستان په پوځي مرکز کې د جمعې په ورځ شوؤ دغو خبرو اترو کې د افغانستان دپوځي پلاوي مشري میجرجنرال حبیب الله،دپاکستاني پوځ استازیتوب میجرجنرال ساحر شمشاد مرزا، اؤ د امریکا استازیتوب په افغانستان کې دامریکائي پوځ مرستیال چیف اف سټاف میجرجنرال کرسټوفر کولو.

دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي په دغو درې اړخیزه خبرو اترو کې دداعش څخه د پیښو ګواښونو د مخنیوي په لارو چارو غور شوی دی اؤ پاکستان اؤ افغانستان پئیلې ده چې پخپله خاوره کې به داعش ته په هر صورت ماتې ورکوي.

پاکستان کې ددفاعي چارو څیړونکي اعجاز خټک د پاکستان دپوځ دغه بیان ډیر مهم بللی خو ویلي یې دي په دغه ناسته کې داعش ته د ماتې ورکولو دپاره پاکستان اؤ افغانستان کومه واضحه تګلاره نه ده اعلان کړې.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي اعجاز خټک ویلي مهمه به دا وي چې درې واړه اړخونه خپلو کې یو ځایې کښیني اؤ خپلو کې تماسونه سیوا کړي.

هغه وویل دپاکستان پوځي اعلامیه کې دداعش ذکر کیدل پخپله یوه لویه خبره ده خو په دغه اعلامیه کې نه ده واضحه چې درې واړه اړخونه به د طالبانو په ضد څه رقم ګامونه اخلي؟

اسلام اباد کې ددفاعي چارو یو بل څیړونکی ډاکټرظفر اقبال هم د امریکا، پاکستان اؤ افغانستان له لوري دداعش په ضد ګامونو اخستو باندې صلاح کیدل یوه غوره خبره ګڼي خو وایي چې ددې مقصد ترلاسه کولو دپاره به دریواړو هیوادونو ته خپل مینځ کې بې باوري له مینځه وړل وي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي ظفراقبال ویلي په موجوده حالاتو کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ په سیاسي اؤ پوځي کچ اړیکې تاوژنې دي نو خامخا به پوښتنه راولاړیږي چې دا هیوادونه به دداعش په ضد جګړه څنګه د همغږۍ فضاء کې له مینځه یوسي؟

د پاکستان د پوځ بیان کې ویل شوي چې ددغه درې اړخیزې غونډې په مهال دپاکستان اؤ افغانستان پوځي هئیتونو دوه په دوه خبرې هم کړي اؤ د پاک افغان پولې وروستي جنجالونه یې څیړلي دي.

دبیان له مخې د دواړو هیوادونو پوځي مشران په دې صلاح شوي چې راتلونکي کې به په پوله د پیښیدونکو جنجالونو څخه د مخه خپلو کې کلکې رابطې ساتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG