لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان:په سي پیک کار کوونکو مزدورانو حمله کې نهه کسان وژل شوي


دغه مزدوران د ګوادر ګنت پشګان سیمه کې د سړک په جوړولو بوخت وؤ

دپاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو دچین اؤ پاکستان د اقتصادي لارې سي پیک په جوړولو بوخت نهه مزدوران وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

سرچینو ویلي دغه مزدوران د ګوادر ګنت پشګان سیمه کې د سړک په جوړولو بوخت وؤ چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

بلوچستان دپاکستان هاغه صوبه ده چرته چې چین دګوادر بندرګاه نه دخپلو سامانونو مینځنۍ ایشیاء اؤ اروپائی هیوادونو ته رسولو دپاره دیوې لویې اقتصادي لارې یا سي پیک په جوړولو بوخت دی.

دغلته وخت ناوخته ددغه اقتصادي لارې په جوړونکو د وسله والو یاغیانو لخوا بریدونه کیږي چې تر دې دمه پکې ګڼ شمیر مزدورانو خپل ژوند دلاسه ورکړی خو په پاکستان کې د مضبوط پوځ له ویرې میډیا د سي پیک په جوړونکو مزدورانو د بریدونو خبرونو خپرولو څخه ډډه کوي.

د بلوچستان د کورنو چارو وزیر سرفراز بګټي د شبنې یا خالي په ورځ میډیا سره خبرو کې منلې چې په دغه تازه حمله کې د سړک په جوړولو بوخت اته مزدوران وژل شوي خو هغه دا نه ده په ډاګه کړې چې ایا دغو مزدورانو په سي پیک کار کولو که په کوم بل عام سړک.

د ملیشه ځواکونو د سرچینو له مخې وسله والو په مزدورانو ناتاره ډزې کړي چې پکې نهه کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

ژوبل کسان د علاج دپاره د ګوادر ضلعي روغتون ته رسول شوي.

له دې برید یوازې یوه ورځ مخکې هم د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستان د سینیټ د مرستیال چیئیرمین عبدالغفور حیدري په کاروان یوه بمي حمله کې لږ ترلږه ۲۵کسان وژل شوي اؤ ۴۲ ژوبل شوي وؤ.

ددغه حملې ذمه واري تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې وه خو په ګوادر کې په مزدورانو د شوې تازه حملې ذمه واري تر دې مهاله هیچا په غاړه نه ده اخستې .

د پاکستان اؤ چین ترمینځ د اقتصادي لارې په جوړؤنه کې ګوادر له دې امله زیات ارزښت لري چې د چین څخه راتلونکي ټول سامانونه د ګوادر د بندرګاه له لارې د مینځنۍ ایشیاء هیوادونو اؤ اروپا ته رسؤل کیږي.

ددغه اقتصادي لارې په جوړونکو دا تازه برید په داسې حال کې شوی چې دپاکستان وزیراعظم د هیواد د څلورو واړو صوبو د اعلي وزیرانو سره د چین په دوره دی اؤ سي پیک په ګډون په یو لړ پرمختیایي پروژو د چین چارواکو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG