لاس رسیدونکی لینک

د احسان الله احسان نوم دې په ملاله يوسفزۍ د برېد په مقدمه کې شامل کړی شي


نوبل امن جايزه ګټونکې د سوات ملاله يوسفزۍ باندې په ۲۰۱۲م په داسې وخت کې بريد شوی وو چې هغه له خپلو ملګرو سره د ښوونځي په ګاډي کې ناسته وه.

د سينيټ قايمه کمېټۍ د کورنيو چارو وزارت، خېبرپښتونخوا حکومت او پوليسو ته ويلي چې د امن نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ باندې شوي بريد په مقدمه کې دې د طالبانو نيول شوي پخواني وياند احسان الله احسان نوم هم شامل کړی شي.

کمېټۍ په دغه لړ کې د نورو پلټنو لپاره د يو ګډ پلټنيز ټيم يا جی ايي ټي جوړولو امر هم کړی دی.

کمېټۍ په يو خط کې چې اړونده ادارو او چارواکو ته يې لېږلی ويلي دي ، چې په

ملاله يوسفزۍ د بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه او په هغه وخت کې د طالبانو وياند احسان الله احسان وو او هغه په خپله هم دا ذمه واري قبوله کړې وه نو ځکه دې د هغه نه هم پلټنې وشي.

په دغه خط کې وېل شوي احسان الله احسان چې دا وخت د پوځ په ولقه کې دی دا یې هم منلې چې په پاکستان کې د ترهه ګرۍ په پېښو کې هند او افغانستان لاس لري، نو اوس د هغه نه دا پوښتنه هم پکار ده چې په ملاله يوسفزۍ شوي بريد کې کوم هېوادونه ککړ وو.

په خط کې زياته کړی شوې چې د ملاله يوسفزۍ د بريد په کېس کې چې تردې دمه څومره هم پلټنې شوي، بايد کميټي ترې خبر کړی شي.

نوبل امن جايزه ګټونکې د سوات ملاله يوسفزۍ باندې په ۲۰۱۲م په داسې وخت کې بريد شوی وو چې هغه له خپلو ملګرو سره د ښوونځي په ګاډي کې ناسته وه.

ملاله يوسفزۍ په دغه بريد کې سخته ژوبل شوې او بيا د علاج دپاره برتانيې ته وړل شوې وه.

ملالې يوسفزۍ د تعليم دپاره په مبارزه باندې په کال ۲۰۱۴م کې د نوبېل جائزه ګټلې وه.

د سينيټ د کورنيو چارو لپاره جوړې کمېټۍ يو غړي طاهرمشهدي ډيوه رېډيو سره په خبرو کې ويلي چې ملاله يوسفزۍ د جينکو د تعليم لپاره مبارزه کوي او د پاکستان نوم يې په ټوله نړۍ کې روښانه کړی. چا چې هم په هغې بريد کړی هغه په هېڅ حال کې هم نه شي بخښل کېدی.

"ملاله يوسفزۍ د پاکستان فخر دی، چا چې هم په هغې بريد کړی هغوي ته دې ژر تر ژره د سختې نه سخته سزا ورکړل شي. د دې خلکو بخښل به نه مونږ زغمو او نه به يې څوک ورکوي".

د طاهر مشهدي په وينا چې احسان الله احسان يو ترهه ګر دی څوک چې د ارمي پبلک سکول د ماشومانو په وژنه کې هم ککړ دی، بيا څنګه د سوونو خلکو وژونکي نه په پاکستان کې هيرو جوړول کېږي.

"په ده دې ژر تر ژره په پوځي عدالت کې مقدمه وچلول شي او پهانسي دې ورته ورکړل شي".

مشهدي زياته کړه چې داسې يو تن چې لويه موده يې د بيلا بيلو وژنو ذمه وارۍ منلي خو هغه په پاکستان کې د ښو او بدو طالبانو د توپير له وجې بچ دی.

احسان الله احسان په تېرو وختونو کې د تحريک طالبان پاکستان سره سره د جماعت الاحرار وسله والې ډلې وياند پاتې شوی دی .

د اپرېل په ۱۷مه نېټه د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي وو چې هغه د دوي په ولقه کې دی او وروستو پوځ د هغه يو ويډيويي بيان هم جاري کړی وو چې پکې هغه د خپلو جرمونو د منلو پر ځای په نورو هېوادونو دا تورونه لګولي وو چې په پاکستان کې ترهګري کوي.

د دې ويډيو د خپرېدو وروستو د ټولنيزو اړيکو په بيلا بيلو وېبپاڼو په پاکستاني پوځ نيوکې هم شوې وې چې څنګه د سوونو خلکو وژونکی د پوځ په ولقه کې په ارام ژوند تېروي.

دغه نيوکې کوونکو دا هم ويلي وو چې نور مجرمان تېزندي کېږي خو د احسان الله احسان يا د هغه په رنګ نورو لويو ترهه ګرو پرضد لا مقدمه هم نه ده درج کړل شوې.

XS
SM
MD
LG