لاس رسیدونکی لینک

ډاکټر زاخیلوال:دپاکستان دمرستې پرته طالبان بیرته افغانستان کې قدم نه شي ایښودلی


افغان سفیر پوښتنه وکړه چې ایا د ترهګرۍ په ضد جګړه یوه تیروتنه وه ؟

په پاکستان کې د افغانستان سفیر اؤ د افغان ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال افغانستان کې د روانې جګړې اؤ اړي ګړي ذمه وار پاکستان ګرځولی اؤ وایي که د پاکستان مرسته ورسره نه وي نو طالبان په افغانستان کې بیرته هیڅکله قدم نه شي ایښودلی.

افغانستان کې دامن د ټینګښت په موضوع اسلام اباد کې جوړ شوي سیمینار ته پخپله وینا کې افغان سفیر په پاکستان کلکې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي مونږ نه پوهیږو چې اخر پاکستان په افغانستان کې غواړي څه ؟

هغه وویل اوس په سیمه کې داعش هم سر راپورته کړی اؤ د طالبانو اؤ داعش ترمینځ هم د اقتدار جګړه روانه ده خو طالبانو ته د پردې ترشا د ځینو هیوادونو ملاتړ ترلاسه دی.

ډاکټر زاخیلوال وویل افغانستان په دې پوهیږي چې هیواد کې یې امن د پاکستان له مرستې پرته نه شي ټینګیدلی خو د امن ټینګښت یوازې د خولې په خبرو نه بلکې په عملي ګامونو ممکن دی.

نوموړي وویل کله چې په کال۲۰۰۱ کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ په ضد ائتلاف جوړ شو نو مخې ته یې واضحه اهداف وؤ خو وروستو منظر نامه تته شوه.

افغان سفیر پوښتنه وکړه چې ایا د ترهګرۍ په ضد جګړه یوه تیروتنه وه ؟

"که تیروتنه نه وه نو بیا باید دغه جګړه په صادقانه ډول پرمخ وړل شوی وه"

هغه وویل د هند اؤ پاکستان ترمینځ به خپل رقابتونه وي خو که دغه دواړه سیمه ایز هیوادونه د زړه نه افغانستان کې د امن د ټینګښت هڅې وکړي نو د افغانستان په ګټه تمامیږي .

په دې وروستیو کې د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ اړیکې سختې تاوژنې شوي اؤ افغان چارواکي په اسلام اباد تورونه لګوي چې کابل کې یې د بدامنۍ بازار په طالبانو تود ساتلی دی.

همدغه راز پاکستان چې افغانستان سره د لګیدلې پولې د سمبالښت په نامه په دې وروستیو کې کوم خوځښتونه پیل کړي دي افغان حکومت هغه پخپله خپلواکۍ کې مداخله ګڼي.

تیره اوونۍ هم د چمن اؤ‌ سپین بولدک په پوله د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنیځ یوه درنه نښته شوې وه چې پکې دواړو خواؤ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

دچمن پوله د تیرو اووه ورځو راپدیخوا دپاکستان لخوا تړلې پرته ده.

افغان حکومت دپاکستان له لوري په یو اړخیز ډول د پولې تړل هم د سوداګرۍ د نړیوالو تړونونو څخه سرغړونه ګرځوي اؤ دریځ لري چې افغانستان سمندر ته لاره نه لري ځکه نو پاکستان د نړیوالو تړونونو په اساس مکلف دی چې افغانستان ته سوداګریزې لارې پرانستې وساتي

XS
SM
MD
LG