ټاکل شوې ده د هند په غوښتنه د انصاف نړیواله محکمه پاکستان کې د مخبرۍ په تور د مرګ په سزا د نیول شوي هندي وګړي کلبهوشن قضیه د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه اوري.
دغه هندي وګړی چې پاکستان یې د هندوستان پوځي افسر بولي د پاکستان پوځي محکمې ورته د مخبرۍ په تور د مرګ سزا اورولې ده.
پاکستان دعوه کوي چې کلبهوشن یې تیرکال دمارچ په میاشت کې د بلوچستان ایالت څخه نیولی خو هند بیا دپاکستان دغه دعوه ردوي اؤ وایي پاکستاني ځواکونو هغه د ایران دخاورې څخه خپلې خاورې ته تښتولی دی.
دپاکستان پوځي محکمې هغه ته په لسم اپریل د مرګ سزا اورولې وه چې هند په دغه سزا سخت غبرګون ښودلی اؤ ګواښ یې کړی ؤ چې هند به ددغه سزا په ضد تر هره حده ځي.
روستو هند دکلبهوشن دمرګ دسزا خلاف د انصاف نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړه.
د انصاف د نړیوالې محکمې د یو بیان ترمخه د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه به د کلبهوشن د قضیې اوریدنه په پیس پیلس هند کې کیږي .
محکمه وایي چې په دغه اوریدنه کې به د هند لخوا دشوي خواست د هراړخه جاج اخستل کیږي.
دبهرنو چارو دپاره د پاکستان د وزیراعظم صلاح کار سرتاج عزیز د شورو په ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ پاکستان په دغه قضیه کې د انصاف د نړیوالې محکمې د واک جاج اخلي اؤ ورځ دوه کې به په دې هکله خپل دریځ په رسمي توګه روښانه کړي.
پاکستان کې په د پوځي محکمو په قضایي چارو د بشري حقونو سازمانونه سختې نیوکې لري اؤ وایي په دغو محکمو کې ټولې چارې په پټه ترسره کیږي اؤ داخبره نه ده روښانه چې تورن کس ته د خپلې صفایۍ څومره موقعې ورکړل کیږي.
هند هم د وړاندې نه ویلي چې که چرې پاکستان کلبهوشن ته د مرګ سزا ورکړه نو هند به دا یوه پلان شوې وژنه ګڼي ځکه چې پاکستان د هند دپرله پسې غوښتنو باوجود کلبهوشن د قونصل رسایي نه ده ورکړې.