لاس رسیدونکی لینک

سرتاج عزیز: افغانستان دې د داعش اؤ القاعد په ضد ګامونه واخلي


کابل ، نوی ډیلی اؤ تهران په اسلام اباد تورونه لګوي چې د خاورې څخه یې ترهګر په ګاونډیو هیوادونو کې حملې کوي

پاکستان ویلي افغانستان سره په لګیدلې پوله د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوي دپاره یې کوټلي ګامونه اخستي خو افغان حکومت ته هم پکار ده چې خپله خاوره کې دداعش اؤ طالبانو په ضد کارروایي وکړي.

د شورو په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار ښاغلي سرتاج عزیز ویلي دا مهال داعش په افغانستان کې خپلې پښې مظبوي اؤ دغلته د کډوالو د بیا ودانۍ کار هم د سولې د پروسې رفتار په مزه کړی دی.

خو دپاکستان ددغه دریځ برعکس افغان چارواکي تور لګوي چې افغانستان کې د سولې مخه پاکستان نیولې ده اؤ دغه هیواد طالب جنګیالي افغانستان کې د جګړې دوام دپاره استعمالوي.

د پاکستان د بهرنو چارو صلاح کار ښاغلي عزیز ویلي پاکستان په دې پوهیږي چې ترڅو افغانستان کې امن نه وي پځایې شوی دلته هم امن نه شي ټینګیدی .

هغه زیاته کړې پاکستان پخپله د ترهګرۍ ښکار دی همدغه وجه ده چې افغانستان کې دسولې دپاره صادقانه هڅې کوي .

په دغه مهال چې کله سرتاج عزیز څخه وپوښتلی شول ولې دپاکستان درې ګاونډي هیوادونه هند،ایران اؤ افغانستان دپاکستان دښمنان شول نو د هغه جواب ؤ”ایران اؤ افغانستان دپاکستان دښمنان کله هم نه دي”

هغه وویل افغانستان سره په چمن پوله کړکیچ ځکه پیدا شوی ؤ چې هلته په راښکلې کرښه د ځایونو د ملکیت خبره وه اؤ د هغې دپاره دواړو لوریو ته څیړنې بشپړ شوي چې دغه خاوره د چا ده اؤ ایران سره مو هم د پولې دڅارنې دپاره کمیشن جوړ کړی دی.

دیوې پوښتنې جواب کې هغه وویل افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ خبرو دپاره د هیڅ دریم ګړي فریق شرط نه دی ایښودی اؤ د روژو نه وروستو به ددغه هیواد اجرائیه رئس عبدالله عبدالله اؤ پخوانی صدر حامد کرزی پاکستان ته په سفر راشي.

دپاکستان د بهرنو چارو صلاح کار ښاغلي سرتاج عزیز افغانستان سره د اړیکو ښه کیدو دا دعوه په داسې حال کې کړې چې تیره اوونۍ په نړیوال کچ مطبوعاتو ویلي وؤ افغان صدر اشرف غني د پاکستان د سفر بلنه رد کړې اؤ دریځ یې خپل کړی چې ترهې په پاکستان باور نه شي کولی چې ترڅو یې خپل هیواد کې د ترهګرو خوندي ځالې له مینځه نه وي وړي.

کابل ، نوی ډیلی اؤ تهران په اسلام اباد تورونه لګوي چې د خاورې څخه یې ترهګر په ګاونډیو هیوادونو کې حملې کوي خو پاکستان دغه تورونه ناسم بلي.

XS
SM
MD
LG