لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پوځي‌ محکمې څلور طالبان تیزندي‌کړي


روانه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې دپاکستان پوځي محکمې د طالبانو د تحریک غړو ته د مرګ سزا ورکړې ده
روانه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې دپاکستان پوځي محکمې د طالبانو د تحریک غړو ته د مرګ سزا ورکړې ده

دپاکستان پوځ وایي څلور هاغه ترهګر یې په دار خیژولي چې دترهګرۍ په پیښو، دبې ګناه وګړو په وژنه، په جوماتونو، ودانیو اؤ امنیتي ځواکونو بریدونو کې ککړ وؤ.

په روانه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې دپاکستان پوځي محکمې د طالبانو د تحریک غړو ته د مرګ سزا ورکړې ده.

د شورو په ورځ د پاکستان پوځ پخپل بیان کې ویلي د قیصرخان، محمدعمر ،قاري زبیرمحمد اؤ عزیزخان په نومونو دغو ترهګرو په پوځي محکمه کې دقاضي په وړاندې خپل جرمونه منلي وؤ.

په پاکستان کې دغه پوځي محکمې وروستو له هغې د دوؤ کالو دپاره جوړې شوي چې په ۱۶م دسمبر کال ٢٠١٤م کې پیښور کې په یو سکول د ترهګریز برید کې د۱۵۰ؤ څخه زیات دسکول ماشومان وژل شوي وؤ.

د دوه کلنې مودې پوره کیدو روستو دپاکستان دحکومت اؤ سیاسي ګوندونو په صلاح ددغو پوځي محکمو د واک موده په ۳۱م مارچ نوره هم دوه کاله وغځول شوه.

پاکستان کې د بشري حقونو دپاره کارکوونکي سازمانونه په دې محکمو نیوکه کوي چې قضایي چارې پکې په پټه ترسره کیږي اؤ هیچاته پکې د مقدمو دڅار اجازه نه ورکړل کیږي.

خو پوځ وایي چې دوئ په دغو محکمو کې بندیانو ته د خپلې صفایۍ باقاعده موقعه ورکوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم ایمنسټي وایي پاکستان د نړۍ په هاغو لمړیو پینځوؤ هیوادونو کې شامل دی چې پکې زیاتې د مرګ سزاګانې ورکړل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG