لاس رسیدونکی لینک

صدر ټرمپ د اېف بي آيي مشر له چوکۍ لرې کړی


کومي دغه وخت کې په کيليفورنيا کې د اېف بي آيي د کارکوونکو يوې ډلې ته وېنا کوله چې له دندې لرې کېدو نه خبر شو.

د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ د هېواد د مرکزي تحقيقاتي ادارې ایف بي آيي مشر جېمز کومي له دندې نه لرې کړی دی.

صدر ټرمپ د اېف بي آي مشر کومي د تیر کال د صدارتي انتخاباتو په مهال د هلري کلنټن د ايمېلونو د تحقیقاتو په تړاؤ له دندې لرې کړی دی. ټرمپ ویلي چې جیمزکومي اوس د دغې ادارې د مشرۍ کول قابل نه دی پاتې .

نوموړي کومي ته په یو خط کې لیکلي "دا ډیره ضروري ده چې مونږ د ایف بي آي لپاره یو نوی مشر وټاکو چې په دغه ادارې د خلکو باور او اعتماد یو ځلي بیا پیدا شي".

ټرمپ په دغه لیک کې زیاتوي چې هغه د څارنوال جیف سیشن په سپارښتنه کومي له چوکۍ لرې کوي.

کومي دغه وخت کې په کيليفورنيا کې د اېف بي آيي د کارکوونکو يوې ډلې ته وېنا کوله چې له دندې لرې کېدو نه خبر شو. نوموړي په سمدستي ډول کوم بيان نه دی ورکړی.

کومي د څارنوال جېف سيشن او د هغه مرستيال روډ روز روسينسټين د دوه بيلو خطونو له سببه لرې کړی شوی دی. دويې په کومي تور لګولی چې هغه په بنيادي توګه قانون په خپلو لاسو کې اخستی دی.

روزسینسټین ليکلي، کومي په عامو انتخاباتو کې د ټرمپ د مخالفې هېلري کلنټن د ايمېلونو د پلټنو په لړ کې سختې غلطۍ کړي دي.

د اېف بي آيي په مشر يې تور لګولی چې د څارنوال واک يې غصب کړی او کومي دې نتيجې ته رسېدلی چې پخوانۍ خارجه وزير محاکمه نشي.

دا نه ده څرګنده چې صدر ټرمپ د تېر نومبر په مياشت کې په صدارتي انتخاباتو کې د بريا څو مياشتې وروستو دغه اقدام اوس څنګه وکړو.

په سېنیټ کې د عدليې د کميټۍ د ريپبلکن غړي لينډسی ګراهم ويلي"تازه جنجال د ډائريکټر نه چاپېره ؤ، او زه باوري يم چې تازه پېل به د اېف بي ائي او قام ښه خدمت وکړي".

ولې د ریپبلکن د کانګرس د ځينې نورو غړو دپاره د صدر دغه عمل سرغړونه ده.

د سېنيټ د استخباراتو د ټاکل شوې کمېټۍ مشر رچرډ بُر ویلي د اېف بي آيي مشر لرې کول د بېورو او قام دپاره تاوان دی.

ريپبلکن جان مککېن چې د کورني امنيت او حکومتي چارو کمېټۍ کې کښېني، په بيان کې يې ویلي، "صدر دا قانوني اختيار لري چې د اېف بي آيي ډائريکټر لرې کړي، زه د صدر د دې فېصلې نه چې جېمزکومي يې له دفتره لرې کړو مايوسه يم".

د ډيموکريټک ګوند سېنيټرانو هم د ټرمپ دغه فېصلې ته غلطي وېلې ده.

د ایف بي آيي پخوانی مشر کومي د هېلري کلنټن د ایمېلونو په تحقيقاتو کې شريک ؤ.

په پخوانۍ خارجه وزيره تور ؤ چې د خپل وزارت په وخت کې يې خپل شخصي ايمېلونه کارولي او ګټه يې ترې پورته کړې ده.

کومي د عامو انتخاباتو نه وړاندې د جولايي په مياشت کې ويلي ؤ د هېلري کلنټن د دولتي کارونو دپاره د هغې شخصي ايمېل کارولو په تحقيقاتو کې په هغې کوم تور نشي لګېدی.

خو د انتخاباتو نه اته ورځې وړاندې يې يو ځل بيا د ايمېلونو تحقيقاتو پېل کولو وويل، هېلري کلنټن وايي انتخابات يې د کومې د لاسه بايللي دي.

XS
SM
MD
LG