لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : چاؤدنه کې د پروان د علماؤ د شورا مشر وژل شوى


پیښه نن سهار اته بجې د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار په مرکزي دارلعلوم کې د ښاغلي حنفي د کار په دفتر کې شوې

د افغانستان د پروان ولايت پولیس ويلي، د دغه ولایت د عالمانو د شورا مشر مولوي عبدالرحیم‌شاه حنفي په دفتر کې چاودنه شوې، چې له امله یې حنفي وژل شوی او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

د پروان د امنیې قومندان جنرال زمان مموزي وي او ای ته ويلي ، پیښه نن سهار اته بجې د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار په مرکزي دارلعلوم کې د ښاغلي حنفي د کار په دفتر کې شوې او د هغه د بالښت تر شا د ځای پر ځای شوو چاؤدېدونکو موادو له امله رامنځته شوې ده.

د مموزي په وېنا، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د پروان د عالمانو د شورا مشر زده‌کوونکو ته په سبق ويلو کې بوخت وو.

جنرال مموزي وویل "موږ د هغه د ساتنې لپاره ځانګړي تدابیر نيولي، پهیره به يې کېده، اوس مو څلور تنه هغه کسان نیولي چې سهار او ماښام یې د هغه د ساتنې لپاره پهیره کوله."

ښاغلي مموزي زیاته کړه، چې له نیول شوو کسانو څخه تحقیقات پېل شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې چاودنې له قُربانیانو سره د خواخوږۍ سربیره پر دیني مدرسې برید په کلکه غندلی او دا یې د تروریستي ډلو کار بللی دی.

د ارګ څخه په خپور شوي بیان کې ښاغلي غني ویلي "ترهګرې ډلې چې هیڅ دین او قانون ته درناوی نه لري، تل د پردیو د شومو موخو لپاره په دیني علماو او منبر، ښځو ، ماشومانو او مقدسو ځایونو ترهګر بریدونه کوي."

ولسمشر غني ټینګار کړی، هغه کسان چې بشري ضد جنایتونه ترسره کوي او بې‌ګناه خلک په نښه کوي، په هر ځای کې چې وي افغان ځواکونه به یې وځپي.

د دغه برید زمه واری تر اوسه چا نه ده منلې.

(خبر د وي او ای اشنا په مننه)

XS
SM
MD
LG