لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګاونډيانو سره تاوتريخوالي کې پاکستان دخارجه تګلارې ننګونو سره مخ


تيره مياشت دپاکستان د پولې سره نزدې په سيستان بلوچستان ايالت کې لس ايراني سرحدي ساتونکي وژل شوي او يو تښتول شوى و.
تيره مياشت دپاکستان د پولې سره نزدې په سيستان بلوچستان ايالت کې لس ايراني سرحدي ساتونکي وژل شوي او يو تښتول شوى و.

دپولې پورې غاړې د تازه بريدونو له امله په څلورو کې د درېو ګاونډيانو سره د پاکستان اړيکې تاؤژنې شوي دي، څيړونکي وايي چې دغه تاوژنې اړيکې داسلام اباد دبهرنۍ تګلارې لپاره ننګونه ده.

تهران تيره ورځ اسلام اباد ته خبردارى ورکړى ؤ چې که چرې د هغو سُني تندلارو په ضد ګامونه وانخلي څوک چې د پولې پورې غاړې په هغويې بريدونه کوي نو پاکستان کې دننه به (دترهګرو) ځالې په نخښه کوي.

تيره مياشت دپاکستان د پولې سره نزدې په سيستان بلوچستان ايالت کې لس ايراني سرحدي ساتونکي وژل شوي او يو تښتول شوى و.

سرکاري خبري ادارې ارنا دايران دوسله والو پوځونو دمشر ميجرجنرال محمد باقيري له خُلې ويلي وو " مونږ توقعو کوي چې پاکستاني چارواکي به پولې کنټرول کړي،ترهګر به ونيسي او دهغوي ځالې به وتړي"

ايران دپاکستان سره خواوشا زر کلو ميټره ګډه پوله لري او تور لګوي چې دهغوي مخالف جنګيالي دايران په ضد دبريدونو منصوبه بندۍ لپاره دپاکستان خاوره کاروي،

دپاکستان لويديز او ختيځ ګاونډي هيوادونه، افغانستان او هند هم دډيرې مودې راهسې په اسلام اباد دهاغو ترهه ګريزو ډلو دملاتړ او ورته دپناه ورکولو تور لګوي کومې چې دپولې پورې غاړې په دغو هيوادونو کې بريدونه ترسره کوي.

دجمعې په ورځ وروستو له هغې دپاکستان او افغانستان ترمينځ نښتو کې لږ ترلږه ١٣ کسان وژل شوي او د٨٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ چې پاکستان په پوله لانجمنو کليو کې دسرشميرنې ترسره کولو هڅه وکړه.

هندي ځواکونو سره دنښتو او تندلارو لخوا دپاکستان او هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) د تندلارو دمداخلې له امله هند سره هم دپاکستان اړيکې تاوژنې دي،نوى ډيلى په پاکستان کې په موجودو مذهبي ډلو په هندي کشمير کې دتندلاريتوب دملاتړ تور لګوي.

امريکا هم په اسلام اباد فشار راوړى چې دهغو تندروه ډلو په ضد دې نور ګامونه واخلي کومې چې ددغه هيواد دخاورې څخه فعاليت کوي،

دامريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ دملي امنيت صلاح کار ار.ايچ مک ماسټر تيره مياشت کابل ته دخپل سفر په مهال په پاکستاني مشرانو غږ کړى و چې پخپله خاوره دې پرته له له هاغه امتياز څخه چې په تيرو وختونو کې يې کړى،ګامونه واخلي او دهغوي تعقيب دې وکړي.

پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې پخپله خاوره دپردې ترشا دجګړو ملاتړ کوي او وايي هغوي پخپله درياستي ترهه ګرۍ ښکار دي.

دپاکستان خارجه دفتر دايران لخوا پاکستان کې دترهه ګرو دخوندي ځالو په ضد دبريدونو دخبرداري په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى،خو پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې اسلام اباد دايران سره ښې اړيکې لري.

دسينيټ دخارجه چارو دکميټې مشر اويس احمدلغاري دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي ايران سره دهغوي اړيکې ښې کيږي،نه يواځې اقتصادي اړيکې بلکې دهغه په قول په امنيتي معاملو هم دنزدې مرستې اړخ ته روان دي.

خو څيړونکي وايي چې دپاکستاني حکومت لخوا په پاکستان کې دموجودو تندروه ډلو دخپلو ګاونډيانو په ضد دبريدونو مخنيوي کې ناکامي ګاونډيانو سره ددغه هېواد سياسي او اقتصادي اړيکې تاؤژنوي.

په پنجاب پوهنتون کې دبين المللي مطالعو يو پروفيسر رشيداحمد وينا ده چې " دپاکستان او افغانستان ترمينځ په پوله چې څه رامينځته کيږي او دايران او هند ترڅنګ په پولو هم، دغه په حقيقت کې دپاکستان دخارجه تګلارې لپاره يوه ستره ننګونه ده" هغه وايي وضعيت نازک او خطرناک دى او زياتوي چې خپلو ګاونډيانو سره په تيرو څلورو کلونو کې داسلام اباد اړيکې خرابې شويدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG