لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان ګاونډيان ايران او افغانستان وايي د سيمه ييزې ترهګرۍ ښکار دي


vدواړه په دې موافقه شوي چې د پاکستان په جنوب او لويديځ کې پراته هېوادونه د سيمه ييزه تُندروۍ ښکار دي.

د افغانستان او ايران د بهرنو چارو وزيرانو نن د اتوار په ورځ کابل کې خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي په هېوادونو کې يې په وروستيو کې شوي ترهګر بريدونه بهر پلان شوي وو.

دواړه په دې موافقه شوي چې د پاکستان په جنوب او لويديځ کې پراته هېوادونه د سيمه ييزه تُندروۍ ښکار دي.

دغه خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د کابل په سفر د هغه ايراني سيال جواد ظريف په ګډه خبري غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

دپاکستان د پوځ ادعا:

په وروستيو کې د افغانستان په پوله د نښتې څو ورځې پس د پاکستان پوځ ادعا کړې چې افغان ځواکونو سره يې په پوله د پرتو کليو په سر جګړه شوې او ۵۰ افغان سرتيري يې وژلي دي.

افغان چارواکو ادعا رد کړې:

افغان حکومت د پاکستاني چارواکو دغه خبره رد کړې چې ۵۰ افغان سرتيري يې وژلي دي.

د افغانستان د دولتي رسنيو او معلوماتو د مرکز مشر صديق صديقي په ټويټر يو پېغام کې ويلي، (د پاکستاني ملېشې ځواک دغه دروغژنه ادعا چې ۵۰ افغان سرتيري يې وژلي، په بشپړ ډول ردوي).

مېجرجنرال نديم:

د بلوچستان د فرنټيرکانسټبلري (ملېشې) ځواک مشر مېجرجنرال ندیم احمد نن د چمن په پوله رسنيو ته ويلي افغانستان سره په پوله رامنځته شوې پېښه کې يې د ۵۰ څخه زيات افغان سرتيري وژلي او پينځه پوستې يې تباه کړی شوي دي.

افغان چارواکو ويلي د پاکستان او افغانستان دواړو چارواکو په دې موافقه شوي په کومه سيمه په وروستيو کې نښته شوې د هغې د ملکيت په اړه به په ليدنه کې خپل خپل ثبوتونه وړاندې کوي.

د افغانستان او پاکستان چارواکو د جمعې او خالي په ورځ ناستې کړي ولې بې له کومې نتيجې پای ته رسېدلي دي.

د زیارت په ورځ د چمن په پوله په پرتو کليو جهانګیر او لقمان ته پاکستان د سرشمېرنې امله ورغلې او په سر يې د دواړو ځواکونو نښته شوې وه.

د یادو کليو د ملکیت دعوه دواړه هیوادونه کوي.

د پاکستان په مرکزي حکومت نيوکې:

د پاکستان زياتره اپوزيشن ډلې په مرکز حکومت تور لګوي چې د ګاونډي هېوادونو دپاره بهرنۍ پاليسي په بشپړ ډوله ناکامه ده.

ولې د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق دغه تور ردوي او وايي ايران سره يې د ورورولۍ اړيکې دي.

څيړونکي وايي د تېر کال راهسې د ګاونډي هېوادونو د پاکستان سره اړيکې نورې خرابې شوي او د هغې ثبوت په وروستيو کې د ملک په ختيځه او لويديځه پوله رامنځته شوې نښتې دي.

د قامي اسمبلۍ د سپيکر غبرګون:

اياز صادق ويلي افغانستان د پولې په سر د انتظام برابرولو د پاکستان خواست ته مثبت ځواب نه دی ويلی، او افغان مشران په دې خبره پوهه دي چې د پاکستان د مرستې پرته د جنګونو سره مخ دغه هېواد کې سوله او ثبات نشي راتلی.

د اياز صادق په مشرۍ په وروستيو کې یو پارليماني پلاوي د کابل سفر کړی او په بيرته راتګ يې دغه سفر ګټور بللی ؤ.

نوموړي نن رسنيو سره په خبرو کې ويلي افغان صدر اشرف غني به د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د کابل د سفر وروستو پاکستان ته راځي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG