لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بوکوحرام په کال ۲۰۱۴م کې د سکول په تښتولو جينکو کې ۸۲خوشې کړي


چارواکو ويلي ؤ چې په ۱۴م اپرېل ۲۰۱۴م  د دولتي سکول نه ۲۷۶ جينکۍ تښتول شوې او په دويې کې نزدې ۶۰ جينکې په هغه وخت په تېښته کې بريالۍ شوې وې.
چارواکو ويلي ؤ چې په ۱۴م اپرېل ۲۰۱۴م  د دولتي سکول نه ۲۷۶ جينکۍ تښتول شوې او په دويې کې نزدې ۶۰ جينکې په هغه وخت په تېښته کې بريالۍ شوې وې.

د بوکوحرام تُندلارو د سکول په تښولو جينکو کې د ۸۰ نه زياتې په شمالي نايجيريا کې خوشې کړي دي، تُندروه ډلې دغه جينکۍ په کال ۲۰۱۴م کې د نایجيريا د چاډ او نايجر سره په لګېدلې پوله چيبوک سيمې څخه تښتولې وې.

د نايجيريا چارواکو د اتوار په سهار د جينکو خوشي کېدو پخلی کړی او سي اېن اېن د چارواکو له خلې ويلي چې ۸۲ جينکۍ د کېمرون سره په پوله بانکي سيمه کې د پوځ په تحفظ کې دي.

دغه جينکۍ به د نايجيريا پلازمينې ابوجا ته بوتلی شي او د طبي معائنې وروستو به یې کورنو ته وسپارل شي.

دا جينکۍ د بوکوحرام او حکومت ترمنځ د خبرو په ترڅ کې خوشې شوي، ولې د چيبوک په بريد کې نيول شوې ګڼ شمېر جينکۍ اوس هم بې درکه دي.

چارواکو ويلي ؤ چې په ۱۴م اپرېل ۲۰۱۴م د دولتي سکول نه ۲۷۶ جينکۍ تښتول شوې او په دويې کې نزدې ۶۰ جينکې په هغه وخت په تېښته کې بريالۍ شوې وې.

څو ورځې وروستو بوکو حرام د ۱۰۰ جينکو يوه ويډيو خپره کړې او ادعا يې کړې وه چې دويې مسلمانې شوي او د نايجيريا د حکومت له اړخه د وسله والو خوشي کولو په بدل کې به يې خوشې کړي.

په دغه وخت کې د بوکرام مشر ابوبکر شيکاؤ ويلي ؤ جينکۍ د غلامو ناوؤ په توګه خرڅې کړي.

د نايجيريا د دفاع وزير مانير دان علي تېره مياشت وي او ای سره په خبرو کې ويلي ؤ کېدی شي د دغو جينکو په لټون کې کلونه موده وخت ولګي. هغه ويلي ؤ پوځ يې د بوکوحرام د پټنځايونو په لټون کې دی.

بوکوحرام خپل سره خلافت جوړ کړی، او د اته ؤ کالو په موده کې يې په زرګونو خلکو وژلي او د تُندلاريتوب له امله يې دوه ملينه خلک بې کوره شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د بوکوحرام د لاسه يواځې د چيبوک جينکې نه دې اغېزمنې شوي.

او د اېمنسټي انټرنيشنل ترمخه وسله والې ډلې په ۲۰۱۴م کې لږترلږه ۲۰۰۰ هلکان او جينکۍ په ولقه کې اخستي، او په دويې کې ډېر د اخلي پخلي، د جنسي تيري، جنګ او ځانمرګو بريدونو دپاره کاريږي.

بوکوحرام په چاډ سيمه کې ځانمرګي بریدونه سېوا کړي د روان کال په لمړيو درېو مياشتو کې ۲۷بريدونه کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG