لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف:په پوله د افغان ځواکونو ډزې دامن هڅو ته زیان رسوي


اکستان په دغه پیښه سخت احتجاج کړی اؤ وایي چې د سرشمیرنې په هکله یې وړاندې نه افغان چارواکو ته خبر ورکړی ؤ
اکستان په دغه پیښه سخت احتجاج کړی اؤ وایي چې د سرشمیرنې په هکله یې وړاندې نه افغان چارواکو ته خبر ورکړی ؤ

دپاکستان وزیراعظم میا نوازشریف ویلي د افغانستان د پولې نه په پاکستان ډزې د امن هڅو ته زیان رسوي ځکه نو افغان حکومت دې ددغسې پیښو مخه ونیسي.

ویراعظم نوازشریف پخپل یو بیان کې ویلي په پوله د ډزو دغه پیښه کې دعامو وګړو اؤ امنیتي مامورینو وژنې سخت زورولی اؤ دغسې پیښې دامن هڅو ته یوه ضربه ګڼي.

دجمعې په ورځ چمن کې دپاکستان اؤ افغانستان د ګډې پولې ترڅنګ دپاکستان اؤ افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ د کلیو د ملکیت په لانجه تر اتوؤ ساعتو اوږده جګړه شوې وه چې پکې دواړو خواو ته ۱۳ کسان وژل شوي خواوشا ۸۰ نور ژوبل شوي وؤ.

افغان چارواکو دعوه کړې چې پاکستاني پوځیانو په صفري نقطه پرتو سیمو کې سرشمیرنه کوله چې دا د هغوئ خاوره نه ده اؤ افغان پوځ یې مخه نیولې ده.

خو پاکستان په دغه پیښه سخت احتجاج کړی اؤ وایي چې د سرشمیرنې په هکله یې وړاندې نه افغان چارواکو ته خبر ورکړی ؤ.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان ناظم الامور هم دپاکستان خارجه دفتر ته راغوښتل شوی اؤ ورته د ډزو په دغه پيښه سخت احتجاج شوی دی.

افغان ناظم الامور ته په دغه مهال د پاکستان لخوا یو لیک هم ورسپارل شوی چې پکې افغانستان څخه غوښتل شوي چې په سمدستي ډول باید په پاکستاني سیمو ډزې ودروي اؤ راتلونکي کې دداسې پیښو مخنیوی وکړي.

په دغه لیک کې ګواښ شوی چې که افغانستان ډزې نه ودرولې نو پاکستان هم بیا د جوابي ګامونو حق لري.

اخوا د افغانستان دکندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق امریکا غږ سره یوه مرکه کې ویلي چې پاکستاني ځواکونه دشپې په پوله د افغانستان خاورې ته رااوختي وؤ اؤ د افغانانو کورونه یې ویشتل .

هغه وویل د خپلې خاورې نه دفاع کول زمونږ حق دی اؤ د پنجابیانو په مقابل کې زغم نه شو لرلی .

نوموړي وویل درنې وسلې به مو کارولې وې خو مجبوري داده چې دپولې دواړو غاړو ته زمونږ خلک پراته وؤ ځکه مو داسې ونکړل.

د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ په ۲۴۰۰ کلومیټره اوږده پوله باندې داسې یو شمیر کلي او ښار ګوټي شته چې د ملکیت په اړه يې سپیناوی نه دی شوی.

په دغو کې د انګور اډه، مومندو سره د خویزو بیزو سیمه، کرمه کې ځیني کلي او د چمن روانه لانجه يې وروستي مثالونه دي.

په پدې وروستیو کې د پاکستان امنیتي ادارو د پولې د خوندیتوب په نوم ځیني داسې ګامونه اخستي چې کابل پرې پوښتنې راپورته کړي. او په وروستیو کې يې د نور کله نه زیات د ډیورنډ کرښې قانوني حیثیت نه انکار کړی دی.

پاکستان ځان د انګریز د وخت افغانستان سره د شوو لوظنامو وارث ګڼي. خو افغانستان تل وايي دغه لوظنامې د وخت جبر د هغه وخت په افغان حکومت په زور ورتپلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG