لاس رسیدونکی لینک

چمن:په پوله نښته کې د وژل شوؤ شمیره نهو تنو ته رسیدلې،۴۰ ژوبل


‍Afghan - Pakistan border Chaman

د افغانستان اؤ پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمینځ د سیمې د ملکیت په جنجال د چمن په ګډه پوله ډزو کې د مړو پاکستاني وګړو شمیر نهو تنو ته رسیدلی اؤ د څلورو ملیشه عسکرو په ګډون لږ ترلږه ۴۰ کسان ژوبل دي.

د نښتې نه وروستو د چمن سرحدي پوله د هر رقم تګ راتګ دپاره تړل شوې ده اؤ ډزې تر اوسه دوام لري.

د پاکستان پوځ ویلي افغان سرحدي ځواکونو په هاغو پاکستاني عسکرو ډزې کړي چې پخپله خاوره لقمان اؤ جهانګیر کلیو کې د سرشمیرنې د مامورینو د امنیت ساتنه یې کوله.

پوځ دعوه کوي چې ددغه سرشمیرنې اطلاع د وړاندې څخه افغان چارواکو ته ورکړل شوې وه .

خو دافغان امنیتي چارواکو دعوه ده چې پاکستاني پوځ په کومه سیمه کې سرشمیرنه کول غوښتل هغه خاوره د پاکستان نه بلکې د پولې په سر پرته ده .

د قندهار د امنیه قوماندانۍ سکتر غورځنګ اپریدي ویلي په دغه نښته کې دافغانستان یو پوله ساتونکی عسکر ژوبل شوی دی.

پاکستاني امنیتي ادارو مامورینو د ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي ته وویل په دغه سیمو کې پاکستاني چارواکي د سرشمیرنې په غرض تللي وو خو افغان ځواکونو يي مخه ونیوله او په نتیجه کې د دواړو خواو ترمنځ ډزې پیل شوي.

د چمن دسول هسپتال یو مشر ډاکټر اختر په دغو ډزو کې میډیا ته د پینځوؤ ماشومانو اؤ دریوؤ میرمنو په شمول د نهو کسانو د وژل کیدو او د ۴۰ نورو د ژوبل کیدو تصدیق کړی اؤ ویلي یې دي چې سخت ژوبل کسان د علاج دپاره د کوئتې لوئې روغتون ته رسول شوي.

دپاکستان پوځ پخپل بیان کې منلې چې په زخمیانو کې څلور د ملیشې عسکر هم شامل دي .

لقمان کلی د ډیورنډ کرښې په نوم د پاک افغان پولې ته نژدې پروت دی. افغانان وايي لقمان کلی د افغانستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې پروت دی خو پاکستان يې د خپلي خاوري برخه بولي.

دغه جګړه نن سهار ۳ بجې د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان کلي سره پيل شوې

لقمان کلی په سپین بولدک ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پروت بانفوذه کلی دی چې پاکستان يې د خپلي خاوري ادعا لري.

خو افغان لوری د پاکستان دا ادعا ناسمه ګڼي او لقمان کلی د سپين بولدک ولسوالۍ مهمه برخه بولي

د کندهار د امنيې قومندانۍ یوه لوړ پوړي چارواکي غورځنګ اپریدي امریکاخبریالانو ته ویلي چې "پاکستاني ملېشه ځواکونه مخکې هم راغلي وو او غوښتل يې په لقمان کلي کې سرشمیرنه وکړي خو مونږ يې مخه ونیوله او نن سهار ۳ بجې کله چې دوی غوښتل بیا کلي ته راشي مونږ يې پرضد نظامي اقدام وکړ او تر اوسه مو د پاکستاني ملېشه وو ۲ ټانګونه سوځولي او جګړه لاهم روانه ده."

د جګړې له کبله د بولدک – چمن دروازه هم د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې او سپین بولدک ولسوالۍ ته تازه دمي افغان ګډ ځواکونه رسیدلي.

XS
SM
MD
LG