د ايران په شمالي برخه کې د سکرو په يو کان کې د چهارشنبې/ شورو په ورځ شوې چاؤدنه کې لږترلږه ۳۵ کارکوونکي وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
د ایران دولتي رسنيو ويلي چې دا چاؤدنه ماسپښين هغه وخت شوې کله چې کارکوونکو د انجن روانولو (سټارټ) کولو هڅه کوله.
نيمي دولتي خبري ادارې تسنيم د خواريکښو او خېرښېګړې وزير رابيي له قوله ويلي په دې پېښه کې ۳۵ کارکوونکي وژل شوي دي.
د ايران رسنيو ويلي د ۳۰ نه زيات ژوبل کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.
له دې وړاندې يوې بلې خبري ادارې خبر ورکړی ؤ چې په دوه ميله اوږد کان کې لوګی حصار شوی او ۵۰ کارکوونکي پکې ګېر شوي دي.
د ايران صدر حسن روحاني د امدادي کارونو او ژوبلو د درملنې دپاره اړونده وزير ته د پېښې ځای ته د تلو امر کړی دی.
ايران په کال ۲۰۱۶م کې د کانونو څخه نزدې ۱۷ لاکه ټنه سکاره راويستي چې زياتره يې د فولادو جوړولو په صنعت کې کاريږي او ډېر لږ ترې بهر ملکونو ته لېږي.