لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلبدين حکمتيار نزدې۲۰ کاله وروستو کابل ته ستون شوی


حکمتیار به د جمعې په ورځ په غازي لوبغالي کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وېنا هم وکړي.
حکمتیار به د جمعې په ورځ په غازي لوبغالي کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وېنا هم وکړي.

د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار چې د تېرکال ستمبر په مياشت کې يې افغان حکومت سره د سولې تړون لاسليک کړی، نزدې دوه ليسزو پټ پاتې کېدو وروستو روانه اوونۍ راښکاره شوی او نن د پنجشنبې/ زيارت په سهار له ننګرهاره د خپلو سلګونو پلويانو په کاروان کې کابل ته رسېدلی دی.

حزب اسلامي ويلي ، ټاکل شوې د افغانستان صدر محمد اشرف غني به حکمتیار ته نن ماسپښین په ارګ کې ښه راغلاست ووایي.

افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ هم په یو بیان کې ویلي، صدر اشرف غني به نن ماسپښین په ارګ کې د سولې له بهیر سره د اسلامي حزب مشر د یو ځای کېدو لپاره جوړیدونکي غونډه کې ګډون وکړي.

ارګ ويلي دا غونډه "د سولې د موافقتنامې د تطبیق" او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست لپاره جوړیږي.

د حکمتیار د حزب اسلامي حزب د مطبوعاتو او کلتور د چارو مشر قریب الرحمان سعید ویلي چې حکمتیار به د جمعې په ورځ په غازي لوبغالي کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وېنا هم وکړي.

کابل ته د حکمتیار راستنیدل او د افغانستان په نوي سیاسي ژوند کې د هغه شاملیدل د بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

اکثره دا ډول غبرګونونه چې په ټولنیزو رسنیو کې څرګند شوي، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو کابل ته د حکمتیار د راتګ هرکلی کړی او تمه یې ښودلې چې د سولې بهیر سره به د هغه یوځای کیدل د افغان حکومت نورې وسله والې ډلې هم دغه بهیر سره یوځای کیدو ته وهڅوي.

خو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو په کابل کې د ۹۰م په لسیزه کې کورنیو جګړو ته په پاملرنې چې اسلامي حزب یې هم یواړخ وو، اندیښنه ښودلې چې د حکمتیار په راتګ سره به د اسلامي حزب سیالې ډلې بیا تاوتریخوالي ته مخه کړي او کابل به یو ځل بیا د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ماتې وروسته د پخوانیو مجاهدینو د وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شي.

د خبریالانو د ملاتړ ادارو په لغمان او ننګرهار کې دوه جلا غونډو ته د حکمتیارپه ویناو کې د رسنیو د ازادۍ په هکله د اسلامي حزب د مشر څرګندونې په کلکه غندلي دي.

که څه هم د اسلامي حزب مشر په خپلو څرګندونو کې د کومې رسنۍ نوم نه دی اخیستی، خو یو شمیر رسنۍ یې شر غوښتونکي یادې کړي او د هغويې د نشرياتو پر مخنیوي يې ټینګار کړی.

د اسلامي حزب مشر د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار کې هم د شنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې د ځینو رسنیو پر فعالیتونو نیوکه وکړه او د دغسې رسنیو خپرونې یې د افغانستان د ګټو پرخلاف او د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په ګټه وبللې.

د اسلامي حزب مشر په ۱۹۹۶ کال کې کله چې طالبانو د کابل ښار د مجاهدینو د یو پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د پلوي ځواکونو څخه ونیوو ، د پخواني صدر استاد برهان الدین رباني او د مجاهدینو د نورو مشرانو سره له کابل ووت او لمړی بغلان ولایت ته او بیا له هغه ځایه ایران ته لاړ.

حکمتیار د ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له ماتې وروسته او افغانستان ته د امریکا پر مشرۍ د نړیوالو ائتلافي ځواکونو له راتګ وروسته، له ایران څخه ووت او د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې یې وسله واله جګړه پیل کړه.

حکمتیار په ټوله دغه موده کې د خلکو له نظره پټ پاتې شوی وو.

(خبر د وي او ای اشنا څخه اخستل شوی)

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG