لاس رسیدونکی لینک

ولسمشرغني دایي ایس ایي مشر ته پاکستان کې دترهګرو دموجودیت ثبوتونه سپارلي


اسلام اباد نیوکې کوي چې پخپله خاوره کې یې طالب جنګیالي ساتلي اؤ په هغوئ یې افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی دی

راپورونه وایي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر ته دهاغو طالب جنګیالو اؤ نورو وسله والو ډلو په هکله نور ثبوتونه اؤ معلومات سپارلي دي چې په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري.

کابل په اسلام اباد نیوکې کوي چې پخپله خاوره کې یې طالب جنګیالي ساتلي اؤ په هغوئ یې افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی دی.

دپاکستان د اسخباراتي ادارې مشر جنرال نوید مختار د سه شنبې په ورځ کابل ته یو ورځنی سفر کړی ؤ اؤ د افغانستان د پوځي چارواکو تر څنګ یې د ولسمشر اشرف غني سره د دواړو هیوادونو تاوژنو اړیکو کې په ښه والي راوستو خبرې کړې وې.

د چهارشنبې په ورځ افغان حکومتي سرچینو میډیا ته ویلي چې د ایي ایس ایي مشر جنرال نوید مختار سره لیدنه کې افغان ولسمشر هغه ته ډاګیز ویلي چې ترڅو پاکستان د طالبانو اؤ ترهګرو په ضد صادقانه ګامونه نه وي اخستي تر هغې پرې افغانستان باور نه شي کولی.

سرچینې وایي په دغه لیدنه کې افغان ولسمشر جنرال مختار ته افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه ځینې داسې شواهد اؤ ثبوتونه سپارلي دي چې ښایي د پاکستان دننه موجودې ترهګرې ډلې په دغو حملو کې لاس لري.

افغانستان له دې وړاندې هم څو کرته داسې فهرستونه پاکستان ته سپارلي چې پکې پاکستان کې د پټو ترهګرو نومونه اؤ درکونه شامل دي.

خو پاکستان دریځ لري چې هغوئ هیچاته اجازه نه ورکوي چې دپاکستان خاوره د افغانستان په ضد وکاروي.

د دواړو هیوادونو ترمینځ دا مهال اړیکې سختې تاوژنې دي اؤ اسلام اباد هم په کابل تورونه لګوي چې پخپله خاوره کې یې پاکستان ضد طالبانو ته پناه ورکړې ده .

په پاکستان کې د افغانستان سفیر د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټرحضرت عمرزاخیلوال تیره میاشت وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره مرکه کې ویلي وؤ پاکستان چې مونږ ته د څومره ترهګرو نومونه یا درکونه راکړي افغان ځواکونو هغوئ یا خو په عملیاتو کې وژلي اؤ یا یې هم د نیول کیدو وروستو پاکستان ته سپارلي.

خو ډاکټر زاخیلوال پوښتنه کړې وه چې پاکستان دې وښایي دهاغو وسله والو په ضد یې څه ګامونه اخستي چې په پاکستان کې دپناه خوندي ځایونه لري.

XS
SM
MD
LG