لاس رسیدونکی لینک

پاکستان:پوځي محکمې نه سزاوار څلور طالبان تیزندي کړل شوي


په پاکستان کې څلور نور هاغه ترهګر په دار خیژول شوي چې پوځي محکمې ورته د مرګ سزا اورولې وه.

دپاکستان پوځ وايي دغه ترهګر په امنیتي عسکرو اؤعامو وګړو د بریدونو تر څنګ ګڼ شمیر نورو خطرناکو جرمونو کې کګړ وؤ.

دوه اوونۍ وړاندې هم د فوځي محکمې نه د مرګ په سزا محکوم کړل شوي څلور تیزندي کړل شوي وؤ.

د شورو په ورځ د پاکستان پوځ پخپل بیان کې ویلي د برکت علي ، محمدعادل، اسحاق اؤ لطیف الرحمان په نوم د تیزندي کړل شوؤ دغو ترهګرو تعلق دپاکستاني طالبانو د تحریک سره ؤ اؤ دوئ په پوځي محکمه کې خپل جرمونه منلي وؤ.

په ۱۶م دسمبر کال ٢٠١٤م کې په پیښور کې دپوځ په تابيا چليدونکي ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حمله کې د ١٥٠ کسانو د وژنې وروستو پاکستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدونو لپاره پوځي محکمې جوړې کړل شوې وې.

ددغو پوځي محکمو په جوړول کيدو دقانون پوهانو او بشري حقونو د سازمانونو لخوا نيوکې کیږي چې پاکستان کې وړاندې نه دترهه ګرۍ دمخنيوي او عامو محکمو موجودګۍ کې پوځي محکمو جوړولو ته ضرورت نشته .

په دغو پوځي محکمو دا نیوکه هم کیږي چې هیچاته په کې د مقدمو د څارنې اجازه نه ورکړل کیږي .

خو دپاکستان حکومت بيا دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو ته اړتيا ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم ایمنسټي وایي پاکستان د نړۍ په هاغو لمړیو پینځوؤ هیوادونو کې شامل دی چې پکې زیاتې د مرګ سزاګانې ورکړل کیږي

XS
SM
MD
LG