لاس رسیدونکی لینک

کابل کې د نېټو په کاروان ځانمرګی بريد، اته تنه وژل شوي


د رويټرز ترمخه د نېټو  اتحادي ځواکونو کاروان سهار د کابل د ګڼې ګوڼې په علاقه کې په هدف شوی دی.

افغان چارواکو ويلي نن د چهارشنبې/ شورو په ورځ د کابل کې د امريکايي سفارتخانې سره نزدې د نېټو ځواکونو په کاروان بريد کې لږترلږه اته تنه وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وي او ای سره په خبرو کې د اته تنو وژل کېدو او۲۵ ملکي وګړو ژوبلېدو پخلی کړی دی.

د نوموړي په وینا، دغه برید د موټر بم په مټ ترسره شوی او موخه یې د بهرنیو ځواکونو کاروان وو، چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

د نېټو اتحادي ځواکونو کاروان سهار د کابل د ګڼې ګوڼې په علاقه کې په هدف شوی دی.

د اتحادي قاطمع ملاتړ ماموريت ویاند امريکايي کېپټن بِل سلوي ويلي په بريد کې د امريکا درې غړي ژوبل شوي دي.

هغه ويلي دغه بکتربند ګاډي چې د لويو چاؤدنو د مقابلې دپاره جوړ شوي بیرته خپلې اډې ته په خپله د راستنېدو قابل وو.

د پېښې په موقع موجودو چارواکو ويلي دا ځانمرګی بريد ؤ، او په موقع موجود د ملګي وګړو ګاډو ته يې هم سخت زيان اړولی دی.

دغه بريد په داسې وخت کې شوی چې تېره اوونۍ طالبانو د پسرلني منصوري عملياتو پېل کولو اعلان کړی ؤ.

د پېښې عېني شاهدينو ويلي اتحادي ځواکونه چې په کال کې د ګرځېدو دپاره کوم ګاډي کاروي هغه د بهر نه لږ لږ زيانمن ښکاري.

د پېښې زمه واري لا چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG