لاس رسیدونکی لینک

د کم جونګ اُن سره ليده به د "اعزاز"خبره وي، صدر ټرمپ


"که زما دپاره د هغه سره ليده مناسب شو، نو ضرور به ورسره ووينم زما دپاره به داسې کول د اعزاز خبره وي".

د شمالي کوريا په اړوند د پوځي عملياتو په ګډون په ټولو اقداماتو د غور کولو د بيان نه څو ورځې وروستو د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ ويلي په دې رضا دی چې د کم اُن جونګ سره وويني.

د دوشنبې/ ګل په ورځ خبري ادارې "بلومبرګ نیوز" سره په مرکه کې صدر ټرمپ ويلي، "که زما دپاره د هغه سره ليده مناسب شو، نو ضرور به ورسره ووينم زما دپاره به داسې کول د اعزاز خبره وي".

د نوموړي دغه بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د نړيوالو بندېزونو باوجود شمالي کوريا پرله پسې د بېلسټک ميزائلو تجربې کوي، او ويل کيږي چې د ځمکې لاندې د شپږمې جوهري تجربې تياری کوي.

په اوول دفتر کې د ۳۰ دقيقو په مرکه کې ټرمپ ويلي، "زياتره سیاسي خلک به داسې نه وايي ولې زه تاسو ته وايم چې په سمو حالاتو کې به د هغه سره ووينم دا بريکنګ نيوز دی".

د ټرمپ په دغه بيان د سپينې ماڼۍ وياند شان سپائسر نه د معمول په خبري غونډه کې بېلابيلې پوښتنې شوي دي.

د ټرمپ او کِم د ليدنې د تپوس په ځواب کې سپائسر وويل، "صدر د شمالي کوريا په خطره پوهه دی او په سم به د خپل ملک د ساتنې دپاره چې څه ضروري وګڼي کوي به يې، دا وخت حالات داسې نه دي".

د شمالي کوریا سره کوم لوړ پوړي امریکايي چارواکي په کال ۲۰۰۰ کې د هغه وخت خارجه وزير ميډلن البرائټ په پیانګ يانګ کې د کم جونګ ال ليدلي وو.

XS
SM
MD
LG