لاس رسیدونکی لینک

د بن لادن د وژنې شپږم کال خو پوښتنې لا پځایې پاتې دي


په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن هاغه کور چې اوس وران کړل شوی دی

د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د نړۍ د ترټولو سترې ترهګرې شبکې القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو شپږ کاله پوره شوي خو نن هم دپاکستان خلکو ته نه ده معلومه چې هغه څنګه دسخت لټون باوجود تر اوږدې مودې په پاکستان کې میشته ؤ؟

شپږکاله د مخه هم دې ورځ ( ۲مئ ۲۰۱۱) اسامه بن لادن د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد کې د پاکستان د پوځي اکیډیمۍ کاکول ترڅنګ د شپې په تیاره کې د امریکایي پوځ په یوه حمله کې وژل شوی ؤ.

خو دا پوښتنه تر ننه پخپل ځایې پاتې ده چې اخر څنګه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف لخوا د سخت لټون باوجود هغه د پاکستان د پوځي اکیډیمۍ ترڅنګ خپله یوه قلعه کې د شپږو کالو څخه تر زیاتې مودې دخپل فامیل سره دیره ؤ اؤ دپاکستان پوځ اؤ استخبارات پرې خبر نه ؤؤ؟

په دوهم مئ ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو نه وروستو دپاکستان دننه اؤ په نړیوال کچ په پاکستان سختې نیوکې شوې وې.

په پاکستان کې داسې پوښتنې کیدلې چې څنګه تر نهو کالو اسامه بن لادن پاکستان کې اوسیږي اؤ بیا څنګه امریکایي هیلي کاپټرې راځي اؤ په ایبټ اباد کې دهغه د وژلو دپاره عملیات کوي خو د پاکستان پوځ ددغه هیڅ څه څخه نه خبریږي؟

همدغه راز په نړیوال کچ په پاکستان نیوکې کیدلې چې په خوله ځان د ترهګرۍ په ضد د نړیوال ائتلاف ملګری ګڼي خو پخپله خاوه کې یې د نړۍ تر ټولو سترو ترهګرو ته پناه ورکړې ده .

دامریکا دهاغه وخت صدر براک اوباما ویلي وؤ د القاعدې د وژل شوي مشراسامه بن لادن پاکستان کې د مرستو شبکه موجوده وه خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې د پاکستان کومه مرسته ورسره وه او که نا؟

د بن لادن په وژنه د امریکا د هغه وخت د سي اېي ای مشر لیون پنیټا ویلي وؤ چې پاکستان سره ېي د زغم حد په ختمیدو دی. او دغه شان امریکاېي حکومت ویلي وو که چرې دومره موده بن لادن په پاکستان کې پټ پاتې ؤ نو دا د پاکستاني استخباراتي ادارو ناکامي ده. او یا بیا دغه ادارو د بن لادن روزنه کړي ده.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت سپیناوی کړی ؤ چې دوئ ایبټ اباد کې د اسامه د اوسیدو څخه بې خبره وؤ اؤ نه یې هم د هغه د وژنې دپاره د امریکایي پوځ د عملیاتو د پلان نه اګاهي لرله.

د امریکایي پوځیانو په اپریشن کې د اسامه د وژل کیدو د پلټنو په بابله پاکستان کې د جوړ کړی شوي کمیشن راپور تر ننه نه دی په ډاګه کړی شوی خو ددغه راپور کومې برخې چې مطبوعاتو ته په لاس ورغلي هغې کې دپاکستان په پوځي اؤ سیاسي مشرتابه سختې نیوکې شوي اؤ هغوئ خپلو مسولیتونو کې ناکام یا نااهله ګرځول شوي.

دپاکستان موجوده وزیراعظم نوازشریف اقتدار کې د راتلو نه وړاندې وعده کړې وه چې که هغه اقتدار کې راشي دغه راپور به مخې ته راوړي خو اوس چې د تیرو څلور کالو راهسې هغه د ملک وزیراعظم دی هم یې دغه راپور منظرعام ته رانه وړل شو.

دپاکستان دیو پخواني قاضي جاوید اقبال په مشرۍ ددغه درې کسیز کمیشن په راپور کې ویل شوي چې اسامه تر نهو کالو پاکستان کې میشته ؤ اؤ په دغو نهو کالو کې یې شپږ کاله په ایبټ اباد کې تیر کړي وؤ.

دایبټ اباد کمیشن په راپور کې چې کوم عسکري اؤ سیاسي چارواکي دخپلو فرائضو نه غافله ګرځول شوي هغوئ تر ننه ازاد ګرځي خو یوازینی تن چې په دغه ټوله قضیه کې د قربانۍ ګډوری جوړ کړی شوی هغه دخیبرایجنسۍ سره تعلق لرونکی یو پښتون ډاکټر ښاغلی شکیل اپریدی دی.

د بن لادن د وژل کیدو وروستو ډاکټر شکیل اپریدی د کال 2011م د مئ په میاشت کې هغه وخت نیول شوی ؤ چې په خیبر ایجنسۍ کې يې د سرجن ډاکټر په توګه کار کولو.

په هغه شک ؤ چې په ایبټ کې د اسامه بن لادن په پیداکولو کې یې سی ایی ای سره مرسته کړې ده.

خو ولې مقدمه پرې ایجنسۍ کې یو تندروه تنظیم سره د مرستو کولو سوره کړی شوه.

هغه ته ددغه تور په بنیاد دفرنټر کرائم ریګولېشن یا اېف سي ار قانون لاندې د۲۳ کاله بند سزا اورول شوی وه،

خو بیا وروستو په کال ۲۰۱۴م کې د هغه وکیل د دغه فېصلې په ضد فاټا ټربیونل کې خواست کړی ؤ چې دې ته دې بیا کتنه وشي اوس خواوشا د۳۰ ځله د شکیل اپریدي قضیه په دغه قبائیلي محکمه کې ځنډول شوې ده

XS
SM
MD
LG