لاس رسیدونکی لینک

فرانسي ځواکونو په مالي کې ۲۰ ترهګر وژلي


چارواکو ويلي دغه عمليات د يکشنبې/ اتوار په ورځ د ګاونډي ملک برکينا فاسو سره په پوله نزدې ترسره شوي دي.

فرانسي ځواکونو په افريقايي ملک مالي کې عمليات کړي او د ۲۰ نه زيات ترهګر يې وژلي دي.

چارواکو ويلي دغه عمليات د يکشنبې/ اتوار په ورځ د ګاونډي ملک برکينا فاسو سره په پوله نزدې ترسره شوي دي.

د فرانس پوځ او عېني شاهدينو ويلي د وسله والو په ضد دغه عمليات په ځنګلي علاقو کې ځمکنو ځواکونو کړي، او د فضايي ځواکونو مرسته هم ورسره وه.

په افریقايي ملکونو مالي، برکينا فاسو، چاډ، موريتانيا او نائيجيريا کې خواؤشا ۳۵۰۰ فرانسي عسکر خواره دي، او دويې هلته د تُندلارو په ضد عمليات کوي.

مالي په ملک کې د بېړنو حالاتو موده تر شپږو مياشتو نوره غځولې ده او دا افريقايي ملک د القاعده سره اړونده تُندلارو ډلو په ضد عملياتو کې بوخت دی.

XS
SM
MD
LG