لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي د مدينې دبريد په تور دپاکستان او افغان وګړو په ګډون ۴۶ کسان نيولي


د مدينې په بريد کې د سعودي عرب څلور سرتيري وژل شوي وو.
د مدينې په بريد کې د سعودي عرب څلور سرتيري وژل شوي وو.

د سعودي عرب چارواکو ويلي تېر کال په مدينه کې د مسجد نبوي نه بهر شوې چاؤدنه کې د لاس لرلو په تور يې ۴۶ کسان نيولي دي.

د سعودي عرب د کورنو چاروا وزارت وياند مېجرجنرال منصور الترکي ويلي په نيول شوو کې ۳۲ سعوديان او د پاتې نورو تعلق د پاکستان، افغانستان، يمن، سوډان او اردن سره دی.

نوموړي ويلي دغه ډله په جده کې د امريکا د قونصلګرۍ سره نزدې په بمي چاؤدنه کې هم ککړه وه.

په مدينه کې د مسجدنبوي نه بهر او په جده کې د امريکا د قونصلګرۍ سره نزدې شوې چاؤدنې د روژې دمیاشتې په وروستيو ورځو کې شوې وې.

د مدينې په بريد کې د سعودي عرب څلور سرتيري وژل شوي وو.

له دې وړاندې داخله وزارت ویلي ؤ د مدينې په بريد کې د سعودي او د جدې په بريد کې پاکستانی ککړ ؤ.

سعودي چارواکو د نيول شوؤ کسانو په اړه نور ډېر معلومات نه دي ورکړي او ويلي یې دي د هغويې نه پلټنې روانې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG