لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکمتیار : طالبان دې په زور د واکمنۍ خوبونه نه ویني


حکمتیار
حکمتیار

په افغانستان کې د سولې پروسې ته ورګډ شوي دحزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په طالبانو غږ کړی چې په زوره دې په افغانانو د حکومت کولو خوبونه نه ویني اؤ د سولې لاره دې خپله کړي.

مطبوعاتي راپورونه وایي لغمان کې د بیلابیلو دولتي چارواکو،قومي مشرانو اؤ دخپل ګوند غړو سره خبرو کې هغه وویل جګړه د حل لاره نه ده ، افغانستان اؤ افغانان نور سولې ته اړتیا لري ځکه هغوئ هم د سولې لاره غوره کړه.

ګلبدین حکمتیار زیاته کړې ده چې پردي افغانستان ته سوله نه شي راوړلی بلکې افغانانو ته به خپله د سولې دپاره رغنده ګامونه اخستل وي.

په دغو لیدنو کې ښاغلي حکمتیار په طالبانو غږ وکړو چې په زوره په افغانانو د حکومت کولو خوبونه پریږدي اؤ د سولې د لارې دې خپل اهداف ترلاسه کړي.

راپورونه وایي حکمتیار طالبانو ته واضحه پیغام ورکړی چې “ددنیا هر قوت چې ستاسو ترشا ولاړ وي ، په زوره په افغانانو حکومت نه شئ کولی اؤ نه یې درسره څوک مني ځکه نو ښه داده چې نور د جنګونو نه لاس واخلئ”

تیرکال د ستمبر په میاشت کې افغان حکومت سره د سولې د تړون کولو وروستو دالمړی ځل دی چې ګلبدین حکمتیار د خپلو زړو اتحادیانو طالبانو خلاف ډاګیږې څرګندونې کړي دي.

له دې وړاندې د تیرو ۱۵ کالو راهسې د حکمتیار وسله واله ډله د طالبانو ترڅنګ د امریکا د ملاتړي افغان حکومت په ضد جنګېده، او په کال ۲۰۰۳م کې هغه د القاعده ډلې سره په تړاؤ ترهګر ګرځول شوی ؤ.

تیر کال د ستمبر په میاشت کې افغان حکومت سره د سولې د تړون وروستو ملګرو ملتونو د حزب اسلامي دمشر ښاغلي حکمتیار نوم د ترهګرو د فهرست څخه ویستی ؤ.

افغان حکومت سره د حکمتیار د سولې تړون ته په سوشل میډیا هم بیلابیل غبرګونونه مخې ته راغلي.

د سوشل میډیا فعالین که چرته د سولې بهیر سره د حکمتیار یو ځایې کیدلو ته خوشبینه دي اؤ وایي چې اوس به طالبان اؤ نور وسله وال هم مجبوره شي چې حکومت سره د سولې لاره خپله کړي نو هلته د حکمتیار په ماضۍ سخت ټکونه هم روان دي.

د شوروي اتحاد په ضد افغانستان کې د اوږدې جګړې نه وروستو دګلبدین حکمتیار وسله واله ډله کورنو جګړو کې د زرګونو افغانانو په وژنه تورنه ده خو د ښاغلي حکمتیار پلویان بیا حزب اسلامي د افغانستان یو لویې سیاسي ګوند بولي اؤ وایي سیاسي میدان کې د حکمتیار د شتون پرته افغانستان کې سوله نه شي راتلی

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG