لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې اقلیتونه د مذهبي ازادیو څڅه بې برخې ساتل کیږي، راپور


په دغه هیواد کې د عیسائیانو اؤ احمدیانو مشران وایي چې مذهبي ازادۍ بیخي له مینځه تللي دي
په دغه هیواد کې د عیسائیانو اؤ احمدیانو مشران وایي چې مذهبي ازادۍ بیخي له مینځه تللي دي

په نړیوال کچ د مذهبي ازادیو د څار دپاره جوړ د امریکایي حکومت کمیشن پاکستان کې میشتو اقلیتونو ته په پیښو ستونزو اندیښنې ښکاره کړي اؤ وړاندیز یې کړی چې پاکستان دې د هاغو هیوادونو په فهرست یا نوملړ کې شامل کړل شي چرته چې اقلیتونه د مذهبي ازادیو څخه بې برخې ساتل کیږي.

د مذهبي ازادیو د څار کمیشن د کال ۲۰۱۷م په تازه راپور کې په امریکا غږ کړی چې دپاکستان اؤ روسیې نومونه دې د مذهبي ازادیو په حواله داندیښنو وړ هیوادونو په نوملړ کې شامل کړی شي.

امریکایي حکومت وړاندې څخه دنړۍ ۱۰ هیوادونه د مذهبي ازادیو څخه د سرغړونکو هیوادونو په نوملړ کې اچولي دي چې پکې برما ، چین،ایران،شمالي کوریا، سعودي عرب، سوډان،تاجکستان ،ترکمنستان اؤ ازبکستان شامل دي،،

د مذهبي ازایو د څار دغه کمیشن پخپل راپور کې سپارښتنه کړې چې د پاکستان اؤ روس په شمول دې نائجیریا، شام اؤ ویټنام هم په هاغه نوملړ کې شامل کړل شي چرته چې اقلیتونه د مذهبي ازادیو څخه بې برخې ساتل کیږي.

پاکستان کې چې دا وخت لږکۍ یا کم شمیره ډلې د مذهبي ازادیو په هکله دکومو ستونزو سره مخ دي نو په دغه هیواد کې د عیسائیانو اؤ احمدیانو مشران وایي چې مذهبي ازادۍ بیخي له مینځه تللي دي.

ښاغلی جوزف فرانسس چې په پاکستان کې د مذهب دسپکاوي په تور تورنو ملزمانو ته د قانوني مرستو ورکولو دپاره د یو شخصي سازمان مشري کوي وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي چې هیواد کې عیسائیانو اؤ نورو لږکیو سره ډیر زیاتي روان دي.

هغه ګیله وکړه چې عیسائیانو ته نه خو په پاکستان کې کومې مذهبي ازادۍ ترلاسه دي اؤ نه ورته کوم ائیني حقونه ورکړل کیږي.

دپاکستان په ټولو لویو لږکیو کې هندوان په لمړي اؤ عیسایان په دوهم نمبر دي چې دهیواد دټولې ابادۍ شپږ فیصدي برخه جوړیږي.

همدغه شان احمدیان چې په پاکستان کې په قانوني توګه غیرمسلمه ګرځول شوي هم مذهبي ازادۍ نه لري اؤ په ډاګیز ډول خپله پیژندګلو هم د مسلمانانو په توګه نه شي کولی د احمدیانو د تنظیم ویاند ښاغلی سلیم الدین وايی احمدیان د پاکستان وفادار دي اؤ نه غواړي چې د هیواد نوم یې په نړیواله کچه بدنام شي.

هغه وائس اف امریکه ته ویلي چې د احمدیانو دپاره پاکستان کې مذهبي ازادۍ خو نشته خو اوس یې ژوند هم دلته د ګواښونو سره مخ دی.

د سلیم الدین وینا ده چې هغوئ نه خو دخپل مذهب خبره په ازاد ډول بل چاته رسولی شي اؤ نه په ښکاره خپل عبادت کولی شي.

خو بل لوري ته د واکمن مسلم لیګ ګوند رمیش کمار وایي داسې نه ده چې په پاکستان کې لږکیو ته مذهبي ازادۍ نه دي ترلاسه.

هغه ویلي په مسلمانانو کې پنیځه فیصدي داسې سخت دریځه خلک شته چې د مذهب نوم بدناموي.

نوموړي ویلي چې که پاکستان کې د مذهبې ازادیو په حواله نړیوال مداخلت کیږي نو دابه بده خبره نه وي ځکه چې که پاکستان کې بږکیو ته د مذهب په حواله لږې ډیرې ارادۍ ترلاسه دي نو دلته د مذهب د سپکاوي د قانون بې ځایه استعمال هم د اقلیتونو ژوند د خطر سره مخ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG