لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د روان کال درېوؤ میاشتو کې ۷۱۵ عام وګړي وژل شوي،راپور


وناما په خپل رپورټ کې جګړه، وسله‌والې نښتې، چاودنې، ځانمرګي او هوايي بریدونه عامو وګړو ته د اوښتې مرګ،ژوبلې اصل علتونه ښودلي
وناما په خپل رپورټ کې جګړه، وسله‌والې نښتې، چاودنې، ځانمرګي او هوايي بریدونه عامو وګړو ته د اوښتې مرګ،ژوبلې اصل علتونه ښودلي

یوناما په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۱۵ عام افغان وګړي په افغانستان کې وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان شوي، چې دا شمیره د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله څلور فیصده کموالی ښایي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د عامو وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپل درې میاشتنی رپورټ خپور کړی چې له مخې یې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په پرتله، د وژل شویو ملکي افغانانو په شمیر کې دوه فیصده او د ټپيانو په شمیر کې پنځه فیصده کموالی راغلی دی.

یوناما په خپل رپورټ کې جګړه، وسله‌والې نښتې، چاودنې، ځانمرګي او هوايي بریدونه عامو وګړو ته د اوښتې مرګ،ژوبلې اصل علتونه ښودلي.

یوناما په دې رپورټ کې دعامو افغانانو د ۶۲ فیصده مرګ ژوبلې پړه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولې ده، چې د ۲۰۱۶ عیسوي کال د همدې مودې په پرتله پنځه فیصده زیاتوالی ښايي.

یوناما ویلي چې د حکومت وسله‌والې مخالفې ډلې په قصدي توګه ملکي وګړي په نخښه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو ویلي "د وسله والو شخړو پرمهال په قصدي توګه د ملکیانو وژل او ټپي کول جنګي جرم دي. د حکومت مخالف عناصر باید دا زړه بوږنوونکی عمل ودروي."

په دې ریپوټ کې د ۱۶۵ ملکيانو د وژل کیدو او د ۲۸۶ نورو د ټپي کیدو مسؤولیت د دولت پلوه ځواکونو په غاړه اچول شوی، چې د تیر کال په پرتله ۲ فیصده کموالی په کې راغلی دی.

د یوناما د رپورټ له مخې د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د ځمکنې جګړې له امله۹ فیصده عامو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې مسولیت یې کوم لوري په غاړه نه دی اخیستی.

یوناما په افغانستان کې له ټولو ښکیلو غاړو څخه غوښتي، چې د جګړې پر مهال نړېوال منل شوي اصول مراعات او د ملکيانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د ملګروملتونو دې راپور ته په غبرګون کې خپل وسله وال مخالفین په افغانستان کې د عامو وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ذمه وار ګڼلي دي او ویلي دي چې تروریستان پر عامه ابادۍ بریدونه کوي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي نن د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د افغانانو د ژوند د خوندیتوب مسولیت لري، خو د ښاغلي رحیمي پر وینا دا د افغانستان دښمنان دي چې ملګي وګړي وژني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG