لاس رسیدونکی لینک

د مشال د وژنې مرکزي ملزم نيول شوی دی، پوليس


مشال خان د روانې مياشتې په ۱۳م نېټه وژل شوی ؤ.

د مردان سيمې د پوليس مشر ډي ائي جي محمدعالم شينواري وايي په مشال خان ډز کوونکی مرکزي ملزم عمران نيول شوی دی.

پوليس افسر خبري غونډې ته په وينا کې وويل نيول شوی تن عمران نوميږي او ده د پوليس په وړاندې منلې ده چې په مشال يې دوه ډزې کړي وې.

عمران رسنيو ته ښکاره کړی شو او پوليس مشر وويل چې دی د مشال د کلاس ملګری دی. د عمران مخ پټ کړی شوی ؤ.

پولیس افسر زياته کړه د مشال د وژنې په تور کې نور پينځه کسان هم نيول شوي او په دغه پېښه کې د تورن نیول شوؤ کسانو شمېره ۴۲ ته ورسېده.

له دې وړاندې د خېبرپښتونخوا اېډيشنل اېډوکېټ جنرال سترې محکمې ته ويلي په مشال خان د ډز کوونکي پېژندګلو شوې ولې هغه لا نيول شوی نه دی.

اېډوکېټ جنرال وقاراحمد نن د زيارت په ورځ د سترې محکمې مشر قاضي مياثاقب نثار په مشرۍ د درې کسيزه ججانو بنچ ته ويلي، کوم تن چې په مشال درې ډزه کړي هغه لا نه دی نيول شوی.

نوموړي عدالت ته ويلي د مشال د وژنې په کېس کې ۳۶ تورن کسان نيول شوي چې پکې نهه تنه د پوهنتون کارمندان دي. او په نيول شوؤ کې شپږ کسانو د مشال په وژنه کې لاس لرل منلي دي.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې طالب علم مشال خان د روانې میاشتې په ۱۳م نېټه د مذهب د سپکاوي په تور د هغه د پوهنتون ملګرو په وهلو ټکولو وژلی ؤ.

د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار په پېښه په خپله نوټس اخستی ؤ.

عدالت ته ويل شوي د کېس مرکزي ملزم د پوهنتون د امنيت مشر بلال بخش هم روانه اوونۍ نيول شوی دی.

اېډوکېټ جنرال د درې کسيزه ججانو بنچ ته ويلي د عدالت د لارښوونې په رڼا کې د وژنې په پلټنيز ټيم کې د پوځ او پوليس استخباراتي ادارې آئي آېس آئي، اېم ائي، اېف ائي ای او سپېشل برانچ غړي شامل کړی شوي دي.

هغه ويلي د پېښې د موقعې نه ترلاسه شوي شواهد هم ليبارټرۍ ته لېږل شوي دي.

د مشال د وژنې وروستو د صوبې د پوليس مشر صلاح الدین محسود ويلي ؤ د مشال په ضد يې د مذهب د سپکاوي کوم ثبوت نه دی ترلاسه کړی.

بل لور ته د مشال د وژنې په ضد او هغه ته د انصاف ورکولو دپاره اوس هم د احتجاجي مظاهرو لړۍ دوام لري او دا غوښتنه کيږي چې دغه مقدمه دې په پوځي عدالت کې وچلول شي.

XS
SM
MD
LG