لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني وسله والو د ايران د پولې لس ساتونکي وژلي، ايراني رسنۍ


سني ياغيانو په کال ۲۰۱۵م کې د ايران د پولې اته ساتونکي وژلي وو.
سني ياغيانو په کال ۲۰۱۵م کې د ايران د پولې اته ساتونکي وژلي وو.

د ايران دولتي رسنيو ويلو د شورو (چهارشنبې) په ورځ د پاکستان نه ترهګرو د ايران په پوله بريد کړی او د ايران د پولې لس ساتونکي يې وژلي او درې نور ژوبل کړي دي.

د پولې ساتونکي د جنوب ختيځه ايران په سېستان بلوچستان صوبه کې د ميرجاوېح په سيمه کې په ګزمه بوخت ؤ چې بريد پرې شوی دی.

د دولتي رسنيو په وینا د جېش العدل په نوم وسله والې ډلې د بريد زمه واري منلې ده.

د سېستان بلوچستان صوبې پوله د اوږدې مودې راهسې د قاچاقبرو او بېلتون خوښو وسله والو ډلو د بدامنۍ سره مخ پاتې شوې ده.

د دې صوبې زياتره ابادي د سُني مسلمانانو، او د ايران زياتره ابادي د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو ده.

سني ياغيانو په کال ۲۰۱۵م کې د ايران د پولې اته ساتونکي وژلي او دوه کاله وړاندې جېش العدل په يو بريد کې ۱۴ نور د پولې په ساتنه مامور سرتيري وژلي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG