لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې څلور نور طالبان په دار خیژول شوي


ددغو پوځي محکمو په جوړول کيدو دقانون پوهانو او بشري حقونو د سازمانونو لخوا نيوکې کیږي

د تحریک طالبان څلور نور غړي تیزندي کړی شوي دی. دوي ته د پاکستان پوځي عدالتونو د مرگ سزاگانې اورولې وې.

د ګل په ورځ د پاکستان پوځ ویلي په دار کړل شوؤ دغو څلورو واړو طالبانو باندې پوځي محکمو کې مقدمې چلول شوې وي.

پوځ ددغو کسانو نومونه رحمان الدین ، مشتاق خان،عبیدالرحمان اؤ ظفراقبال ښودلي دي اؤ ویلي یې دي دغو ترهګرو باندې په امنیتي عسکرو اؤ عامو خلکو د بریدونو ترڅنګ د ترهګرۍ نورو پیښو کې د لاس لرنې جرمونه ثابت شوي وؤ.

د روانې میاشتې په ۱۲ نیټه هم د پوځي محکمو لخوا د مرګ په سزا محکوم کړل شوؤ دوؤ ترهګرو ته د ساهیوال په زندان کې د تیزندۍ سزا ورکړل شوې وه.

په ۱۶م دسمبر کال ٢٠١٤م کې په پیښور کې دپوځ په تابيا چليدونکي ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حمله کې د ١٥٠ کسانو د وژنې وروستو پاکستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدونو لپاره پوځي محکمې جوړې کړل شوې وې.

ددغو پوځي محکمو په جوړول کيدو دقانون پوهانو او بشري حقونو د سازمانونو لخوا نيوکې کیږي چې پاکستان کې وړاندې نه دترهه ګرۍ دمخنيوي او عامو محکمو موجودګۍ کې پوځي محکمو جوړولو ته ضرورت نشته .

خو دپاکستان حکومت بيا دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو ته اړتيا ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم ایمنسټي وایي پاکستان د نړۍ په هاغو لمړیو پینځوؤ هیوادونو کې شامل دی چې پکې زیاتې د مرګ سزاګانې ورکړل کیږي

XS
SM
MD
LG