لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرم ایجنسي: په بس بمي چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي


د سړک دغاړې دغه بمي چاودنه د ګل په ورځ دمنځنۍ کرمې د ګودر په سیمه کې شوې.
د سړک دغاړې دغه بمي چاودنه د ګل په ورځ دمنځنۍ کرمې د ګودر په سیمه کې شوې.

دپاکستان قبائیلي سیمه کرم ایجنسۍ کې د مسافرو په یو بس د بم چاودنه کې۱۲کسان وژل شوي اؤ د ۱۳ کسان ژوبل شوي دي.

د کرم ایجنسۍ اسسټننټ پولیټیکل ایجنټ شاهدعلي خان وائس اف امریکا ډیوه ویب پانې ته ویلي د سړک دغاړې دغه بمي چاودنه د ګل په ورځ دمنځنۍ کرمې د ګودر په سیمه کې شوې.

هغه وویل دغه بس پاړه چنار ته روان ؤ اؤ د ریموټ کنټرول دلارې پرې د سړک په غاړه ښخ کړی شوی بم چؤل شوی دی .

هغه پښه کې د ۱۰ کسانو د وژنې اؤ ۱۳ؤ د ژوبل کیدو پخلی کړی خو دسیمې څخه ازادو سرچینو ډیوه ویب پاڼې ته ویلي چې چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي چې درې پکې ماشومان، درې ښځې اؤ شپږ سړي شامل دي.

ازادې سرچینې دا هم وایي چې په ژوبلو کسانو کې دوه د سرشمیرنې غړي شامل دي خو پولیټیکل چارواکی وایي چې دغه د سرشمیرنې غړي نه بلکې خاصه دار دي.

پاکستاني پوځ ویلي چاودنه کې سخت ژوبل کسان یې دعلاج دپاره هیلي کاپټر کې د پیښور فوځي هسپتال ته رسولي دي.

تر دې دمه ددغه چاودنې پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نه ده اخستې.

چاودنه کې د وژل شوؤ نومونه :

احمدحسين دحسن غلام زوئ ، محمدعلي د علي غلام زوئ، مرادعلي دنورعلي زوئ،زين محمد د محب علي زوئ ،محمدنذير د محمدعلي زوئ،ثمين حسين د زمين حسين زوئ ، د مشادعلي ټبر،دميرحسن ټبر، سعديه بى بى د لطيف حسين لور ،بي بي مريم( ماشومه )، دمحب علي ټبر،د لطيف ټبر

کرم ایجنسۍ کې دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې ددې نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان په قبائیلي سیمو کې د سرشمیرنې عمل شروع شوی .

له دې وړاندې د پاکستان بندوستي سیمو کې هم د سرشمیرنې په غړو بریدونه شوي وؤ چې پکې ګڼ شمیر امنیتي مامورین اؤ د سرشمیرنې غړي وژل شوي وؤ.

په پاکستان کې دغه سرشمیرنه ۱۹ کاله وروستو کیږي اؤ دپوځ سرلښکر ژمنه کړې چې په هرشان حالاتو کې به یې سرته رسوي.

تیره میاشت (۳۱مارچ) هم پاړه چنار کې کې په یوه بمي چاودنه کې ۲۲ کسان مړه شوي اؤ ۵۷ نه زیات ژوبل شوي وؤ .

ددغه چاودنې پړه تندوره وسله والې ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې وه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG