لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې د دفاع وزير په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی


په پام کې ده نوموړی به په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشر امريکايي جنرال جان نکولسن او افغان صدر اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وويني.
په پام کې ده نوموړی به په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشر امريکايي جنرال جان نکولسن او افغان صدر اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وويني.

د امریکې د دفاع وزير جيم مېټس په غېر اعلاني سفر کابل ته رسېدلی دی، چې د دغه هېواد په امنيتي وضع د حکومتي او پوځي مشرانو سره خبرې وکړي.

په پام کې ده نوموړی به په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشر امريکايي جنرال جان نکولسن او افغان صدر اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وويني.

مېټس دغه سفر په داسې حال کې کړی چې د جمعې په ورځ د طالبانو لسو وسله والو د بلخ په پوځي مرکز برید کې ۱۴۰ کسان وژلي دي.

وسله وال د بلخ پلازمينه مزارشريف کې د ملي پوځ په مرکز په داسې حال کې ورغلي چې د پوځ جامې يې اغوستې وې.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنېش ويلي د وسله والو ګاډي ته وروستو له هغې بغېر د مناسبه چيکنګ دننه د تلو اجازه ورکړی شوې چې کله په ګاډي کې په وينو لړلي يو تن دپاره د بېړنۍ پاملرنې غوښتنه وشوه.

طالبانو د بريد زمه واري قبوله کړې او ويلي يې دي دا يې په کندوز او بغلان کې د طالب ګورنرانو د وژنې بدل اخستی دی.

افغان حکومت د پېښې پلټنې کوي.

مېټس په داسې حال کې کابل ته ورغلی چې افغانان په طمع دی، اشرف غني په راتلونکو څو اوونو کې په هېواد کې د څلور کالو د امنيت دپاره پلان اعلانوي.

افغان او امريکايي چارواکي وايي مېټس به په کابل کې افغان چارواکو سره په دغه پلان خبرې وکړي.

د دغو خبرو سره اشنا امريکايي او افغان چارواکو په وينا ، ممکنه ده په دغه څلور کلن پلان کې د افغان ځواکونو دپاره د امریکايي هيلي کاپټرو او نور الوتکو شمېره تر ۲۰۰ زياته شي، او د افغان ځانګړو ځواکونو شمېره دوه چنده شي.

ولې امريکايي چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ وي او ای ته ويلي پېنټاګون د افغان پاليسۍ او ختمي پلاننګ د پرېکړې په اړه د کانګرس او سپينې ماڼۍ سره په ګډه کار کوي.

جېم ميټس د صدر ډونلډ ټرمپ په انتظاميه کې د دفاع د وزير په توګه د افغانستان وړومبی سفر کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG