لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلخ کې د سرتېرو په وژنه ماتم ملې بېرغ ځوړند، د سيمې هېوادونو بريد غندلی


ښاغلي غني ویلي "د دښمن کوشش دا دی چې افغانستان د بې ثباتۍ په مرکز بدل کړي".
ښاغلي غني ویلي "د دښمن کوشش دا دی چې افغانستان د بې ثباتۍ په مرکز بدل کړي".

د افغانستان حکومت په بلخ ولایت کې د شاهین پر ۲۰۹ قول اردو باندې د وسله‌والو طالبانو له خونړي برید ورسته نن د خالی/یکشنبې په ورځ ملي ماتم اعلان کړی او ملي بېرغ ځوړند دی.

دغه بريد چې د جمعې د لمانځه په مهال طالبانو کړی، د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري امریکا غږته وویلي "زموږ له ۱۰۰ زیات نفر شهیدان او ټپيان دي او دا شمیره هم کره نه ده، ښايي بدلون په کې راشي".

خو د بلخ د ولایتي شورا غړي شجاع‌الدین شجاع امریکا غږ اشنا ته ويلي چې په دغه برید کې شاوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ نور ټپیان دي.

افغان صدر اشرف غني په شاهين قول اردو د بريد د څيړنو لارښونه کړې او ویلي دي، چې د افغانستان 'دښمنان' د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته اوس، ملکي وګړي، جوماتونه، تکیه‌خانې، عالمان ښځې او ماشومان په نخښه کوي.

ښاغلي غني ویلي "د دښمن کوشش دا دی چې افغانستان د بې ثباتۍ په مرکز بدل کړي".

افغان صدر ترهګري د ټولو خلکو شريک درد بللی، د دغې پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره یې پر ملي یووالي ټینګار کړی او له خلکو څخه یې غوښتي، چې د ترهګرو د جرمونو په ضد خپل غږ پورته کړي.

د سيمې هېوادونو بريد غندلی

د پاکستان وزيراعظم نوازشریف او د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د افغانستان په بلخ ولايت کې د جمعې د نمانځه په مهال په افغان سرتېرو د طالبانو بريد په کلکه غندلی دی.

وزيراعظم نوازشريف ويلي ترهګري شريک دښمن او د سيمې د امن دپاره ګواښ دی.

نوموړي تکرار کړې چې دوي د ترهګرۍ په ضد جنګ سولې او ثبات دپاره د افغانستان سره ولاړ دي.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرباجوه هم په مزارشريف کې شوی ترهګر برید په کلکه غندلی د بې ګناه خلکو په وژنه يې د افغان ملي امنيتي ځواکونو او ملت سره غمرازي کړې ده.

هغه ويلي ترهګري زمونږ ګډ دښمن دی او مونږ به دې ماتې ورکوو.

د ایران د ملي امنیت شورا دبېر علي شخاني د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سره په ټیلیفون خبرې کړي دغه برید ناوړه ترهګر عمل بللی او له افغانستان سره یې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د خپل هېواد پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د هند وزيراعظم نریندرا مودي هم په خپل ټویټرپاڼه کې د بلخ پر شاهین قول اردو برید غندلی دی.

د افغانستان د عالمانو شورا هم دغه برید په کلکه غندلی او په جومات کې یې پر لمونځ کوونکو برید د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف او د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG