لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې ۲۸ داعشیان وژل شوي، اشرف غني وایي دداعش مخه به نیسي


دا مهال د افغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کې خپلسره وسله واله ډله داعش زیاته فعاله ده.
دا مهال د افغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کې خپلسره وسله واله ډله داعش زیاته فعاله ده.

دافغانستان په ننګرهار ولایت کې افغان ځواکونو د داعش په ځالو تازه بمباري کړې چې پکې لږ تر لږه ۲۸ دداعش جنګیالي وژل شوي دي

دافغانستان اولسمشر اشرف غني وایي داعش اؤ نورې ترهګرې ډلې غواړي افغانستان کنټرول اؤ دلته خپلې پښې مضبوطې کړي خو افغان حکومت به یې کله هم دغسې کولو ته پرې نه ږدي‌.

د راپورونو له مخې د خالي په ورځ د ننګرهار په اچین اؤ هسکه مینه اولسوالۍ کې ائتلافي اؤ افغان ځواکونو د حمزه په نامه ځمکني اؤ هوايي عملیات کړي اؤ د هغوئ پټې ځالې یې ویشتي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي خبریالانو ته ویلي په دغو عملیاتو کې په اچین کې د خودسره وسله والې ډلې داعش ۱۹ اؤ په هسکه مینه کې ۹ جنګیالي وژل شوي دي.

اخوا په کابل کې دننګرهار قامي مشرانو ته وینا کې افغان اولسمشرښاغلي اشرف غني ویلي حکومت به یې دداعش په ضد د هر رقم زور کارؤلو څخه ډډه ونه کړي.

دا مهال د افغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کې خپلسره وسله واله ډله داعش زیاته فعاله ده.

په روانه میاشت کې د امریکا هوايي ځواکونو د ننګرهار په اچین اولسوالۍ کې دداعش د وسله والو په ځالو د نړۍ تر ټولو ستر بم غورځولی ؤ چې پکې دداعش د مهمو کمانډرانو په ګډون د ۹۴ جنګیالو د وژلو راپورونه مخې ته راغلي وؤ.

راپورونه وایي د ننګرهار قومي مشرانو اولسمشر اشرف غني ته ویلي چې ددغه ستر بم په برید کې یوازې داعشیان ته زیان اوړیدلی اؤ عام وګړي خوندي پاتي شوي.

اولسمشراشرف غني ویلي داعشیان د افغانستان د خاورې اؤ خلکو دښمنان دي اؤ غواړي چې افغانستان ویجاړ کړي.

خو هغه ویلي افغان اولس اؤ حکومت د خپلې خاورې اؤ خلکو د دفاع نه بې غمه نه دي اؤ داعشیان به کله هم پرې نه ږدي چې د خلکو ارامه ژوند ګډوډ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG