لاس رسیدونکی لینک

طالبانو د جمعې په لمانځه کې افغان سرتیري وژلي


Balkh Army headquarters

په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي په بلخ کې په افغان سرتیرو د طالبانو ننۍ حمله په جومات او د ډوډۍ خوړلو په خونه شویده.

په یوه اعلامیه کې جنرال نیکلسن حمله غندلې او د مرګ ژوبلې شمېره یې نه ده ورکړې. نوموړي په خپل بیان کې دغه حمله یوه وحشیانه عمل بللی دی.

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې دغه حمله د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې شویده. د شاهین ٢٠٩ قول اردو یو مطبوعاتی مسول قهار آرام امریکا غږ ته وویل چې په دغه جگړه کې د قول اردو اته تنه سرتیري وژل شوي دي او ١١ تنه نور ټپیان دي.

طالبانو د پېښې پړه په غاړه اخیستې. د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ویلي چې لومړی یو ځان وژونکی برید ترسره شوی او بیا یې نور وسلوال پوځي مرکز ته ننوتي.

یوې امنیتي منبع په سیمه کې د امریکا غږ خبریال ته وویل چې لس تنه حمله کوونکي قول اردو ته ننوتي او ددې قول اردو په دوهمه دروازه کې پیژندل شوي دي.

ددې حمله کوونکو څخه یو یې په دوهمه دروازه کې ځانمرگې حمله کړې او نور یې دننه قوماندانۍ ته ننوتي دي.

افغان پوځي چارواکي وايي د مخالفینو لخوا پدغه برید کې یې ټول برید کونکي وژلي چې ځینو یې د امنیتي ځواکونو یونیفورم هم په غاړه درلود.

عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې برید کونکي په دوو پوځي موټرو کې د ۲۰۹ نمر شاهین قول اردو مرکز ته له ننوتلو سره سم په پوځیانو باندې برید کړی.

د افغانستان د ملي اردو په ۲۰۹ نمبر شاهین قول اردو کې په زرګونو سرتیري دیره دي چې د هیواد په شمال کې د وسلوالو طالبانو پرضد جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG