لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پارلیمان کې وزیراعظم نوازشریف نه د استعفا غوښتنه شوې


مشر عمران خان  په ۲۸م اپریل اسلام اباد کې د سترې احتجاجي جلسې اعلان هم کړی دی
مشر عمران خان  په ۲۸م اپریل اسلام اباد کې د سترې احتجاجي جلسې اعلان هم کړی دی

دپاکستان په وزیراعظم نوازشریف دغبن د لګیدلو تورونو نه وروستو دپاکستان پارلیمان کې هغه څخه د استعفا غوښتنه شوې ده.

د سترې محکمې لخوا په وزیراعظم د لګیدلو تورونو دپلټنو دپاره د ګډ کمیشن جوړولو د امر وروستو د حکومت مخالف ستر سیاسي ګوندونه یوه خوله شوي اؤ وایي وزیراعظم نور په اخلاقي توګه اقتدار کې دپاتې کیدو جواز بائیللی دی.

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په وزیراعظم نوازشریف د استعفا دغوښتنې منلو دپاره به په ۲۸م اپریل اسلام اباد کې د سترې احتجاجي جلسې اعلان هم کړی دی.

دپاکستان په وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه په بچو دتحریک انصاف، جماعت اسلامي اؤ پاکستان عوامي پارټۍ لخوا تورونه لګول شوي چې دهیواد پیسې یې په ناقانونه ډول بهر لیږلي اؤ هلته پرې کاروبار کوي.

خو نوازشریف اؤ دهغه بچي دغه تورونه ردوي.

دپآکستان سترې محکمې د زیارت په ورځ ددغو تورونو تراوسه شوې پلټنې ناکامې بللي دي اؤ امر یې کړی چې باید نورې پلټنې کړل شي دغه پیسې بهر څنګه لیږل شوي اؤ د اف شور کمپنیو مالکان څوک دي.

سترې محکمې حکم کړی چې دایف ایي ای د ایډیشنل ډائریکټر په مشرۍ یو ګډ تحقیقاتي کمیشن به دوؤ میاشتو کې ددغو تورونو حقیقت معلوموي.

د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر ښاغلي خورشید شاه ویلي هیڅکله د ۱۹م ګریډ یو افسر د وزیراعظم څخه ریښتونې پلټنې نه شي کولی.

په سینیټ کې د محالفې ډلې مشر اعتزاز حسن سره په ګډه مطبوعاتي کانفرنس ته ښاغلي خورشید شاه وویل د سترې محکمې دوؤ قاضیانو د وزیراعظم د نااهلۍ غوڅه پریکړه ورکړې ده خو دریوؤ قاضیانو د ګډکمیشن جوړولو خبره کړې ده اؤ دغه کمیشن چې د۱۹م ګریډ افسر په مشرۍ جوړیږي، بې پلوه پلټنې نه شي کولی ځکه یې مونږ نه منو.

هغه غوښتنه وکړه چې وزیراعظم نه پلټنو دپاره که ګډ کمیشن جوړیږي نو باید د سترې محکمې درې یا د ایالتي محکمې څلور قاضیان دې پکې شامل وي.

سنیټیر اعتزاز حسن وویل سترې محکمې مدام د شریف کورنۍ سره ګزاره کړې خو هاغه دوه قاضیان د ستائنې وړ دي چې د نوازشریف یې نا اهله ګرځولی.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم خبریالانو ته ویلي چې سترې محکمې پخپله پریکړه کې ویلي پاکستان کې د انصاف ادارې له پښو غورځیدلي نو بیا به دغه ادارې څنګه د یو وزیراعظم څخه حقیقي پلټنې وکړي؟

هغه وویل د بې پلوه پلټنو دپاره ضروري ده چې وزیراعظم دخپل منصب نه استعفا ورکړي اؤ په وزیراعظم ددغه غوښتنې دپاره به یې ګوند په ۲۹ اپریل اسلام اباد کې جلسه کوي.

همدغه راز د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم میډیا سره خبرو کې وزیراعظم نه د استعفا غوښتنه کړې اؤ ویلي یې دي چې که هغه د اقتدار په کرسۍ نه ناست وي نو هیڅکله به پلټنو کې د انصاف تقاضې پوره نه شي.

دجمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ په غونډو کې هم د مخالفو ډلو غړو د سترې محکمې دپریکړې نه ورستو دوزیراعظم په ضد سخت احتجاج کړی اؤ د ایجنډې کاپیانې یې شلولي دي.

راپورونه وایي د قومي اسمبلۍ اؤ سینیټ په غونډو کې د وزیراعظم په ضد شعارونه ورکړل شوي اؤ دپارلمان غړو د ایجنډې کاپیانې شلولي دي.

وزیراعظم نوازشریف تردې مهاله د مخالفو ډلو لخوا هغه څخه د استعفا په غوښتنه خپل غبرګون نه دی ښودلی خو حکومتي وزیرانو خواجه اصف، احسن اقبال اؤ خواجه سعد رفیق د سترې محکمې پریکړه د حکومت بریالیتوب ګرځولی اؤ ویلي یې دي وزیراعظم به خپله ائیني موده پوره کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG