لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارليماني پلاوی د کابل سفر کوي


افغان صدر اشرف غني د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ته خط راستولی په دغه ګام يې ورله مننه کړې او صلاح دی چې د پاکستان د پارليماني پلاوي هرکلی وکړي.
افغان صدر اشرف غني د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ته خط راستولی په دغه ګام يې ورله مننه کړې او صلاح دی چې د پاکستان د پارليماني پلاوي هرکلی وکړي.

د پاکستان او افغانستان د پارليمان غړي راتلونکې اوونۍ په کابل کې په دولتي کچ يوه ناسته کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاؤ تريخوالي کمولو لارې چارې ولټوي.

د دواړو هېوادونو چارواکو د زيارت/پنجشنبې په ورځ وي او ای سره په خبرو کې ويلي د پاکستان د پارليمان غړي به د اپرېل په ۲۹م کابل ته د خبرو اترو دپاره لاړ شي. د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق به د پلاوي مشري کوي.

اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمرزاخېلوال ويلي، د پاکستان د پارليمان غړي به د مئي د لمړۍ نېټې پورې افغانستان کې وي، صدر اشرف غني او نورو حکومتي او سياسي چارواکو سره به وويني.

زاخېلوال وي او ای ته ویلي "دا لمړی ځل دی چې د پاکستان د پارليمان د استازو يو لوړ پوړي پلاوی د کابل سفر کوي او نېغ په نېغه په دوه اړخيزه اړيکو کې ښکېل کيږي".

پاکستان او افغانستان په يو بل تورونه لګوي چې د يو بل په ضد ترهګر کاروي او تل يې اړيکې تاؤژنې پاتې شوي دي. دواړه ملکونو نزدې ۲۶۰۰کلوميټره پوله لري.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وروستيو کې د اړيکو ښه کولو دپاره په حکومتي، سياسي او پوځي کچ کومه رابطه نه ده شوې.

د زاخېلوال په وينا "دا خبرې به د دوه اړخيزه اړيکو ښه کولو لارې ولټوي او زمونږ شکايتونو، مسلو او تاثراتو ته به ځواب اووايي".

يو پاکستاني چارواکي وي او ای ته ويلی اسلام اباد دغه تجويز وړاندې کړی چې دواړه ملکونه دې نېغ په نېغه قانون جوړؤنکو (وکيلانو) ته اجازه ورکړي چې دوي يو بل سره خيالات شريک کړي چې څنګه د دواړو ملکونو ترمنځ سياسي او پوځي اړيکې پیاوړې کېدی شي.

چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، افغان صدر اشرف غني د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ته خط راستولی په دغه ګام يې ورله مننه کړې او صلاح دی چې د پاکستان د پارليماني پلاوي هرکلی وکړي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي مني چې افغان سفير په دغه لړ کې ښه کردار لوبولی، او دواړه اړخه خوشبينه دي چې دا ليدنه به ښې پايلې ولري.

افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان په خپله خاروه د طالبانو مرسته کوي چې په افغانستان کې بدامني جوړه کړي، دوي له پاکستانه د دغو وسله والو په ضد د موثره عملياتو کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکريا د پنجشنبې په ورځ يو ځل بيا د افغانستان دغه تورونه رد کړي چې د پاکستان پوځ د رياست په ضد وسله والو خلاف جنګيږي او افغانستان کې عمليات کوونکو ته څه نه وايي.

هغه ويلی پاکستان د هر ډول ترهګرو په ضد عملیات کوي.

اسلام اباد هم په وروستيو کې له افغانستانه غوښتي چې په افغانستان کې موجودو وسله والو چې د پاکستان په ضد بريدونه پلانوي، مخنيوی وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG