لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې د مذهب د سپکاوي په تور درېوؤ خویندو یو سړی وژلی


ددغه پيښې نه یوه ورځ وړاندې د پاکستان په سینیټ کې د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه شوې ده.
ددغه پيښې نه یوه ورځ وړاندې د پاکستان په سینیټ کې د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه شوې ده.

د پاکستان پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې درېوؤ خوېندو په شريکه د پېغمبر د سپکاوي په تور يو تن په ډزو وژلی دی، په وژل شوي تن ۱۳ کاله وړاندې تور لګېدلی ؤ.
د پښې وروستو پوليسو درې واړه خوېندې نيولي چې پېژندګلو يې د امینه، افشا او رضيه په نومونو شوې ده.
ددغه پيښې نه یوه ورځ وړاندې د پاکستان په سینیټ کې د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه شوې ده.
د دې ترڅنګ په قامي اسمبلۍ کې هم د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د طالبعلم مشال خان د وژنې د غندنې قرداد منظورولو په وخت ويل شوي د مذهب د سپکاوي دناسم استعمال د مخې نيولو دپاره دې ګامونه پورته کړی شي.
د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ليکلي د شورو/چهارشنبې په ورځ د سيالکوټ پسرور ضلعې په نانګل مرزا کلي کې برقع پسر درې خوېندې د يو مذهبي مشر مظهرحسېن کور ته د دعا دپاره ورغلي او د هغه د بېلجيم نه بيرته راغلي ځوي تپوس يې کړی دی.
چې کله ۴۵کلن فضل عباس د ښځو په وړاندې راغلی هغوي پرې وسله راويستې ډزې يې پرې کړي او وژلی یې دی.
د ورځپاڼې ترمخه د فضل عباس د وژنې وروستو ښځو نعرې وهلي چې هغوي د پېغمبر د سپکاوي تورن تن ووژلو.
نيول شوؤ خوېندو په خپل بيان کې پوليس ته ويلي عباس په کال ۲۰۰۴م د پېغمبر سپکاوی کړی ولې دوي په هغه وخت کې کم عمره وې دی ځکه ترې د وژلو پاتې شوی ؤ.
پوليسو هم پخلی کړی چې د وژل شوي تن په ضد په کال ۲۰۰۴م کې د پاکستان پېنل کوډ د ( ۲۹۵م سي)مادې لاندې د پېغمبر د سپکاوي مقدمه درج شوې ولې هغه بهر ملک ته تښتېدلی ؤ.
پوليسو ویلي تورن تن په وروستيو کې د بهر ملک نه بيرته راستون شوی او د نيولو وړاندې يې ضمانت اخستی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG