لاس رسیدونکی لینک

ستره محکمه کې د نوازشریف حکومت غورځیدو نه بچ شوی


وزیراعظم میا نوازشریف ، د هغه دواړه زامن حسن نواز اؤ حسین نواز به پلنیزې ډلې ته وړاندې کیږي

دپاکستان ستره محکمه کې د وزیراعظم نوازشریف حکومت د غیرقانوني پیسو په تورونو کې د غورځیدو نه بچ شوی دی اؤ سترې محکمې ددغه قضیې د څیړلو دپاره د پلټنو د ګډې ډلې جوړولو امر کړی دی.
په وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه په بچو مخالفو سیاسي ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، جماعت اسلامي اؤ پاکستان عوامي پارټۍ تور لګولی چې دهیواد پیسې یې په غیرقانوني ډول بهر ویستلي اؤ په لندن،جده اؤ اماراتو کې یې پرې کمپنۍ جوړې کړي دي.
سترې محکمې پخپله پریکړه کې حکم کړی چې د پلټنو ګډه ډله یا کمیشن باید معلومه کړي چې دغه پیسې څنګه دهیواد څخه په غیرقانوني توګه بهر ویستل شوي دي.
حکومت اؤ مخالفو ډلو یې د سترې محکمې دغه پریکړه خپله،خپله کامیابي بللې ده .
سترې محکمې امر کړی چې په دوؤ میاشتو کې دننه به ګډه پلټنیزه ډله په وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه په بچو د لګول شوؤ تورونو پلټنې کوي اؤ وزیراعظم میا نوازشریف ، د هغه دواړه زامن حسن نواز اؤ حسین نواز به دغه پلنیزې ډلې ته وړاندې کیږي اؤ خپله بې ګناهي به ثابتوي.
د سترې محکمې لخوا دټاکل شوې ګډې پلټنیزې ډلې مشري به دپاکستان د پلټنیزې ادارې ایف ایي ای ایډیشنل ډائریکټر کوي اؤ په دغه ډله کې به د هیواد بیلابیلې پلټنیزې ادارې شریکې وي.
د ۵۴۰ پاڼو دغه تفصیلي پریکړه د زیارت په ورځ د سترې محکمې د مشر قاضی اصف سعید کهوسه په مشرۍ د قاضیانو پینځه کسیزې څانګې اورولې ده.
په پینځوؤ قاضیانو کې دوؤ قاضیانو ښاغلي اصف سعید کهوسه اؤ ښاغلي ګلزار احمد د نوازشریف اؤ د هغه د بچو په ضد خپله رایې ورکړې اؤ دریوؤ ویلي چې په وزیراعظم دلګول شوؤ تورونو د نورو پلټنو وروستو که نوازشریف قصوروار ثابت شي نو په ضد به یې ریفرنس دائرولی شي.
ددغه فیصلې اورولو په وخت سترې محکمې په وزیراعظم د لګولو شوؤ تورونو تراوسه شوې پلټنې نیمګړې بللي دي اؤ دقضیې د نورو پلټینو دپاره یې ګډې پلټنیزې ډلې ته د دوؤ میاشتو وخت ټاکلی دی.
سترې محکمې ویلي چې دغه ګډه پلټنیزه ډله به هر دوه اوونۍ وروستو محکمې ته خپل راپور ورکوي اؤ وزیراعظم نوازشریف اؤ بچي به یې پابند وي چې دپلټنو دپاره دغه ګډې ډلې ته وړاندې شي.
سترې محکمې پخپله پریکړه کې ویلي باید داخبره معلومه کړی شي چې دپاکستان نه څنګه پیسې په غیرقانوني ډول جدې،قطر اؤ متحده عرب اماراتو ته ورسیدې اؤ د اف شور کمنیو مالکان څوک دی ؟.
محکمې د قطر د شهزاده د هاغه خط د څیړلو امر هم کړی چې د قضیې اوریدنې په مهال د نوازشریف په دفاع کې محکمې ته وړاندې کړل شوی ؤ
د فیصلې اورولو کیدو وروستو حکومتي وزیرانو خواجه اصف، ،احسن اقبال اؤ خواجه سعد رفیق خبریالانو ته ویلي دسترې محکمې دغه پریکړه دحکومت ګټه اؤ د مخالفینو ماتې ده.
هغوئ ویلي وزیراعظم نوازشریف شپږ میاشتې مخکې پخپله په هغه اؤ دهغه په کورنۍ د لګولو شوؤ تورونو د پلټنو دپاره سترې محکمې نه یو خط کې د پلټینز کمیشن جوړولو غوښتنه کړې وه.
حکومتي وزیرانو ویلي عمران خان اؤ ملګري یې په ناجائزه تورونو پسې نښتي وؤ اؤ نن د محکمې پریکړې ثابته کړه چې هغوئ د نوازشریف په ضد ثبوتونو وړاندې کولو کې ناکام شوي دي.
خو د نوازشریف اؤ د هغه د بچو خلاف محکمې ته د تللو ګوندونو تحریک انصاف ویاند فواد چوهدري اؤ د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د محکمې دغه پریکړه خپله اخلاقي فتح ګرځولې ده.
سراج الحق میډیا ته ویلي چې له دې پریکړې وروستو وزیراعظم ته پخپله په کار دي چې په اخلاقي توګه استعفي ورکړي،

محکمه کې دپاناما قضیې اوریدنې :
د سترې محکمې د جسټس آصف سعيدکهوسه په مشرۍ د پينځوؤ ججانو څانګې د ۲۶ اورېدنو وروستو د فرورۍ په ۲۳م نیټه ددغه قضیې پریکړه خوندي کړې وه
جسټس آصف کهوسه د فېصلې محفوظ کولو په وخت ويلي ؤؤ تفصيلي فېصله به په مناسب وخت اوروي او عدالت داسې فېصله اورول غوا ړي چې ۲۰ کاله وروستو هم خلک اووايي چې فېصله په انصاف وه.
ددغه څانګې په نورو قاضیانو کې جسټس اعجاز افضل خان، جسټس ګلزاراحمد، جسټس عظمت سعيد او جسټۍ اعجازالحسن شامل ؤؤ.
له دې وړاندې د مشرقاضي انورظهيرجمالي په مشرۍ بنچ نهه اورېدنې کړې وې.

پانامام پېپرز
تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاناما پېپرز انکشافات مخې ته راغلي وو.
دپاناما لا فرم موساک فونسيکا کې نامعلومو سرچينو په واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ ١٥ لکه دستاويزات ورکړي چې ترې معلومه شوې وه د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کيدو لپاره خپله پېسه د ملک څخه بهر ليږلې او ايښودې ده.
په دغو شخصياتو کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف او د هغه د درېو بچو مريم نواز، حسن نواز او حسېن نواز نومونه شامل وو، په دغه ريکارډ کې ویل شوي چې دې کسانو د بهرنو کمپنيو د لارې په لندن کې جایدادونه جوړ کړي دي.
د پاناما مخې ته راتلو وروستو عمران خان د وزيراعظم نوازشريف په ضد د سمدستي کارروايۍ غوښتنه کړې وه.
د نوازشريف ځوې حسېن نواز په هغه وخت ويلي کورنۍ يې څه غلط نه دي کړي.
د پاناما کېس فريقېن
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او شېخ رشيد په پاناما کې د وزيراعظم د بچو د نومونو راتلو نه وروستو د هغه د نااهله کولو دپاره سترې محکمې ته خواستونه کړي وؤ، چې هغه د مئ په مياشت کې په قامي اسمبلۍ کې د بيان نه وړاندې په پينځم اپرېل قام ته په وينا کې غلط بیاني کړې وه.
په ستره محکمه کې د وزیراعظم، د هغه د بچو، پي ټي آئي، جماعت اسلامي او شېخ رشيد وکيلانو دليلونه وړاندې کړي وؤ، او عدالت ويلي وؤ فرېقېنو نزدې ۲۶۰۰۰ اسناد د دليل په توګه وړاندې کړي چې زياتره يې په قانوني شهادت پوره نه ختل.

XS
SM
MD
LG