لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په پاکستان د ترهګرۍ په ضد د ریښتونې مبارزې ټینګار کړی


دامريکا دملي امنيت صلاح کار ار ايچ ماسټر دګل په ورځ پاکستان ته دخپل يو ورځني سفر په مهال ددغه هيواد په پوځي او غيرپوځي مشرانو ټينګار کړى چې په ټولو شکلونو کې دې دترهه ګرۍ مقابله وکړي.

امریکائي چارواکي ویلي پاکستان ته پکار دي چې دافغانستان دباثباته کولو دهلو ځلو بيا دسره جاج دې واخلي.

اسلام اباد ته دخپل سفر نه یوه ورځ وړاندې د امریکا د ملي امنیت صلاح کار کابل کې افغان مشرانو سره هم لیدلي وؤ اؤ ورسره یې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد جګړه کې د امریکايي پوځ په کردار خبرې کړې وې.

اسلام اباد کې امريکايي سفارت خانې یو بیان کې ويلي دي دملي امنيت صلاح کار دپاکستان دجمهوري او اقتصادي پرمختګ ستاينه کړې خو په دغه هیواد یې غږ کړی چې ترهګري که په هر شکل وي باید نوغی یې وویستل شي .

د سه شنبې په ورځ د پاکستان دپوځ لخوا یو بیان کې ویل شوي د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال جاوید قمر باجوه امریکایي صلاح کار سره لیدنه کې دا تورونه رد کړي چې ګنې پاکستان خپله خاوره کې د بل په اوږه د ټوپک ایښودو جنګ ( پراکسي وار) په مخکې وړي.

لوړپوړي امریکایي چارواکي ایچ ار میک له دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان وزیراعظم میا نوازشریف اؤ د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزیز سره هم د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې دپاکستان په رول خبرې کړې وې.

د پاکستان پوځي اؤ حکومتي مشرانو سره دامریکا دملي امنیت صلاح کار دغه لیدنې په داسې وخت کې کړي چې کابل، واشنګنټن اؤ نوی ډیلی پاکستان طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو سره په مرستو تورنوي اؤ وایي دغه هیواد د پردې ترشا د تندروه وسله والو پالنه کوي.

دپاکستان پوځ ویلي دغه لیدنه کې امریکایي چارواکی ته ویل شوي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد بې توپیره ګامونه اخلي اؤ په سیمه اؤ نړۍ کې د سولې اؤ ثبات په هڅو بوخت دی.

څیړونکي په پاکستان نیوکې کوي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یوازې هاغه جنګیالي په نخښه کوي چې ددې هیواد ګټو ته خطرې راولاړوي خو په کوئته اؤ وزیرستان کې یې بیا هاغه طالبان دیره کړي دي چې افغانستان کې ورانکاري کوي.

خو دپاکستان پوځ پخپل بیان کې دغه نیوکې رد کړي اؤ ویلي یې دي امریکایي چارواکي ته وویل شول چې پاکستان د هر رنګ اؤ نسل د ترهګرو په ضد یو شان ګامونه اخلي.

همدغه زار دپاکستان د بهرنو چارو صلاح کار ښاغلي سرتاج عزیز امریکایي چارواکي ته د سیمې د وضعیت په هکله احوال تیر کړی اؤ ورته یې ویلي چې پاکستان افغانستان کې د امن دټینګښت په ژمنو ولاړ دی.

د اسلام اباد د سفر نه وړاندې میک ماسټر د روس او پاکستان په شمول په سیمه يیزو هېوادونو غږ کړی ؤ چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د طالبانو نورې مرستې نه کوي.

میک ماسټر د افغانستان طلوع ټي وي سره په خبرو کې ويليِ،

"مونږ د تېرو څو کلونو راهسې دا طمعه لرو چې پاکستاني مشران به په دې خبره پوهه شي چې په هېواد کې دې د ټولو ډلو پرضد عملیات وکړي. او دا خبره د پاکستان په ګټه کې ده چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د سفارتکارۍ په لار خپله ایجنډا مخکې بوځي، نه چې د تشدد او ترهګرو ډلو د مرستو په ذریعه".

په پاکستان د پخوا راهسې دا تورونه لګي چې د افغان طالبانو مرستې کوي او دويې له يې په خپله خاوره پناه ځایونه ورکړي دي.

پاکستاني چارواکي دغه تورونه ردوي او وايي چې په وروستيو کې يې د افغانستان سره په پوله پرتو علاقو کې په عملياتو کې د ترهګرو ځالې او مرکزونه تباه کړي دي.

اسلام اباد وايي په درځنونو وسله وال د عملياتو نه تښتېدلي، او په وروستيو کې په افغانستان کې د طالبانو لاسو ته ورغلو ضلعو ته تلي دي.

پاکستان او افغانستان دواړه په يو بل دغه ډول تورونه لګوي او دواړه يې رد هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG