لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشراشرف غني احمد ضیاء مسعود له دندې ګوښه کړو


د بلخ والي‌ عطا محمد نور له اجرایي‌ رئیس عبدالله عبدالله نه غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.​
د بلخ والي‌ عطا محمد نور له اجرایي‌ رئیس عبدالله عبدالله نه غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.​

دافغانستان جمهوري ریاست وايي ولسمشر محمد اشرف غني په اصلاحاتي چارو او ښې واکمنۍ کې خپل ځانګړی استازی احمدضیا مسعود له واکه ګوښه کړی.

خو احمد ضیاء مسعود وایي چې ولسمشر دده د ګوښه کولو حق نه لري اؤ د اشرف غني ددغه ګام سره به هیواد کې کورنیو جنګونو ته لاره هواره شي .

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي " ولسمشر، احمدضیأ مسعود له دې امله چې د اصلاحاتو په راوستلو کي بریالی نه و، له دندي لري کړی".

احمدضیا مسعود، چې د شمالي ټلوالې د مخکني جهادي قومندان احمد شاه مسعود ورور دی د ولسمشر په دغه ګام سخت غبرګون ښودلی اؤ ګواښ یې کړی چې دې سره په هیواد کې کورنیو جنګونو ته لاره هواریدی شي.

احمد ضیا مسعود د سې‌ شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د هغه ګوښه کول به د افغانستان د سیاسي بې‌ثباتۍ لامل شي.

هغه وویل "که ولسمشر دا شوق لري، چې په هیواد کې بې‌ثباتي وي، ناامني وي او بیا خدای مه کړه زموږ په هیواد کې کورنۍ جګړې پیل شي او موږ ونشو کولی چې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پړاونه ووهو، هغه ولسمشر پورې اړه لري.

خو هغه وویل "زه ورته داسې وایم، چې ښاغلی غني! زموږ په هیواد کې د یوې بلې سیاسي بې‌ثباتۍ لپاره زمینه مه برابروه، د دې لپاره چې له دې وروسته زموږ خلک د سیاسي بې‌‌ثباتۍ، ناامنۍ او کورنۍ جګړې زغم او طاقت نه لري."

د احمد ضیا مسعود پر وینا، د ملي یووالي د حکومت له جوړیدو مخکې هغه مهال چې د ولسمشر غني له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شو، ښاغلي غني ورسره په یو تړون کې ژمنه کړې، چې یوه ډله د بلې ډلې د ګوښه کولو حق نه لري.

ښاغلي مسعود وویل، دی په خپله خبر نه دی چې ولسمشر غني د کومو دلایلو پر بنسټ له دندې ګوښه کړی او زیاته یې کړه، چې په دې اړه له اجرائیه رئيس سره هم مشوره نه ده شوې.

د احمد ضیاء مسعود دجمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د ولسمشر غني کلک ملاتړی و.

ښاغلی مسعود د جمعیت ګوند، چې عبدالله عبدالله او دبلخ والي عطا محمد نور یې مخکښ غړي دي، غړی هم دی.

(د اشنا راډیو څخه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG