لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې د ملي امنيت صلاح کار پاکستان ته رسېدلی دی


د صدر ډونلډټرمپ د ملي امنيت د صلاح کار جوړېدو وروستو د مک ماسټر د سيمې دا وړومبی سفر دی.
د صدر ډونلډټرمپ د ملي امنيت د صلاح کار جوړېدو وروستو د مک ماسټر د سيمې دا وړومبی سفر دی.

د امریکې د ملي امنيت صلاح کار اېچ ار مک ماسټر به د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو سره د امنيت او افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کوي.

مک ماسټر د کابل د سفر وروستو نن د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته رسېدلی دی، نوموړي د افغان حکومتي مشرانو سره ليدلي او هلته د موجودو امريکايي ځواکونو د ترهګرۍ ضد حال يې معلوم کړی دی.

د صدر ډونلډټرمپ د ملي امنيت د صلاح کار جوړېدو وروستو د مک ماسټر د سيمې دا وړومبی سفر دی.

د پاکستان سرکاري رسنيو ويلي، وزیراعظم نوازشريف د مک ماسټر سره په ليدنه کې په دې ژمنه ټينګار کړی چې پاکستان سوله ييز ګاونډ غواړي.

وزيراعظم امريکايي چارواکي ته په دغه لړ کې د افغانستان او هند په اړوند د پاکستان لخوا د پورته کړی شوؤ ګامونو حال ويلی دی.

نوازشريف ويلي پاکستان د افغانستان د شخړې د هواري دپاره د نړيوالې ټولنې سره په ګډه کار کولو ته چمتو دی.

د اسلام اباد د سفر نه وړاندې مک ماسټر د روس او پاکستان په شمول په سیمه يیزو هېوادونو غږ کړی چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د طالبانو نورې مرستې نه کوي.

مک ماسټر د افغانستان طلوع ټي وي سره په خبرو کې ويليِ،

"مونږ د تېرو څو کلونو راهسې دا طمعه لرو چې پاکستاني مشران به په دې خبره پوهه شي چې په هېواد کې دې د ټولو ډلو پرضد عملیات وکړي. او دا خبره د پاکستان په ګټه کې ده چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د سفارتکارۍ په لار خپله ایجنډا مخکې بوځي، نه چې د تشدد او ترهګرو ډلو د مرستو په ذریعه".

په پاکستان د پخوا راهسې دا تورونه لګي چې د افغان طالبانو مرستې کوي او دويې له يې په خپله خاوره پناه ځایونه ورکړي دي.

پاکستاني چارواکي دغه تورونه ردوي او وايي چې په وروستيو کې يې د افغانستان سره په پوله پرتو علاقو کې په عملياتو کې د ترهګرو ځالې او مرکزونه تباه کړي دي.

اسلام اباد وايي په درځنونو وسله والو د عملياتو نه تښتېدلي، او په وروستيو کې په افغانستان کې د طالبانو لاسو ته ورغلو ضلعو ته تلي دي.

پاکستان او افغانستان دواړه په يو بل دغه ډول تورونه لګوي او دواړه يې رد هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG