لاس رسیدونکی لینک

په مشال او ملګرو يې د مذهب د سپکاوي ثبوتونه نه دی ترلاسه شوي، پوليس


په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون طالب علم مشال خان د پنجنشبې په ورځ  د مذهب د سپکاوي په تور پوهنتون کې زده کوونکو په تشدد وژلی ؤ.

د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليس مشر صلاح الدين محسود ويلي په مشال خان او ملګرو يې د مذهب د سپکاوي د تورونو هیڅ ثبوت نه دی مېلاؤ شوی چې په ضد يې مقدمه درج کړی شي.

په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون طالب علم مشال خان د پنجنشبې په ورځ د مذهب د سپکاوي په تور پوهنتون کې زده کوونکو په تشدد وژلی ؤ.

پوهنتون د پنجشنبې په ورځ يو بيان کې ويلي ؤ چې د ژورنالزم د څانګې درې زده کوونکو مشال، عبدالله او زبېر باندې د مذهب د سپکاوي تورونه لګېدلي او هغوي ته پوهنتون ته د نه داخلېدو ويل شوي وو.

په هاغه ورځ په ګڼ شمېر کې زده کوونکو عبدالله او مشال رانيولي په وهلو ټکولو يې مشال وژلی او عبدالله ژوبل کړی ؤ.

د مردان پوليسو د مشال په وژنه کې د ۲۰ زده کوونکو په ضد مقدمه درج کړې وه.

د پوليس مشر خبريالانو ته وويل په نومول شوؤ ۲۰ کسانو کې ۱۶ نيول شوي او د هغوي نه د ترلاسه شوؤ معلوماتو په اساس شپږ نور کسان هم نيول شوي دي.

پوليس افسر زياته کړه د کېس پلټنې روانې دي او پېښه کې ژوبل شوي زده کوونکي عبدالله هم نن د عدالت په وړاندې خپل بيان ورکړی دی.

عبدالله په خپل بيان کې په ځان او مشال لګېدلي تورونه رد کړي او ويلي يې دي، مسلمان يم او مذهبي کورنۍ سره مې تعلق دی.

هغه عباس نومې زده کوونکي په فون راغوښتی او چې راغلو مدثربشير او نور ګڼ ملګري ورسره وو، هغه ويلي، دغو کسانو پرې د سپکاوي تور ولګوؤ او په چې يې ورته کلمه وویله نو هغوي پرې ګوزارونه وکړه او په زور يې پرې په مشال باندې د سپکاوي تور لګولو وويل.

هغه ويلي، په ښکاره يې دغو کسانو ته وويل چې هغه هيڅ سپکاوی نه دی کړی او نه کولی شي او د هغې وروستو دغو کسانو بيا وهل ټکول شروع کړه.

نوموړي ويلي هغه بيا استازانو په يو دفتر کې بند کړی بچ کړی شوی او په روغتون کې د مشال د وژنې نه خبر شوی دی.

صلاح الدين محسود وويل د مشال خان په وژنه د سترې محکمې د نوټس ځواب به سبا جمع کوي او په هغې کې به ټول احوال عدالت ته اووايي.

نوموړي زياته کړه په کېس کې د پلټنو په لړ کې يې د اېف ائي ای نه هم مرسته غوښتې، او هيڅ قسمه سياسي فشار پرې نشته.

په مشال خان تور ؤ چې هغه په فېس بک باندې د مذهب د سپکاوي مواده خپاره کړي وو، پوليس افسر وويل اېف ائي ای به ورسره په دغه لړ کې مرسته کوي.

د مشال پلار، کورنۍ او د مدني ټولنې فعالان غوښتنه کوي په پېښه کې ککړ کسان دې د قانون منګولو ته راوستی شي چې بيا کله دغه رنګ پېښه رامنځته نه شي.

XS
SM
MD
LG