لاس رسیدونکی لینک

لاهور کې د داعش دپاره په عيسايانو بريد کوونکې ښځه نيول شوې


د شنبې په ورځ چارواکو په لاهور کې عمليات کړي او د نورين په ګډون يې پکې د داعش څلور مشکوک وسله وال نيولي دي.

پاکستاني چارواکو ويلي د شنبې په ورځ يې يوه مشکوکه ښځه نيولې چا چې د پنجاب صوبې سرښار لاهور کې د عيسايانو په اېسټرتهوار باندې د بريد منصوبه جوړوله.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد عمليات کوونکې محکمې (سي ټي ډي) ويلي د سندهـ صوبې د لياقت پوهنتون اف مېډېکل سائنس د ۱۲م ټولګي زده کوونکې نورين لغاري د شام نه په دې اراده بيرته راغلې چې پاکستان کې په عيسايي لږکيو بريد وکړي.

نورين د فرورۍ په مياشت کې د کور نه کالج ته تلي او بیرته نه وه راغلې. د شنبې په ورځ چارواکو په لاهور کې عمليات کړي او د نورين په ګډون يې پکې د داعش څلور مشکوک وسله وال نيولي دي.

د پنحاب صوبې د قانون وزير رانا ثناالله د وي او ای اردو څانګې ته ويلي ، "زما په خيال دې جينۍ (نورين) د ټولنیزو اړيکو د ويب پاڼو د لارې د داعش سره تماس نيولی، هغه د داعش د پروپېګنډې نه متاثره شوې او کور يې پرېښودی دی"​.

رانا ثناالله ويلي نورين شام ته په داعش کې د شاملېدو دپاره تلي او بيرته پاکستان ته راغلې ده. هغې خپله کورنۍ د سوشل ميډيا د لارې خبر کړې وه چې هغه د داعش خلافت ته رسېدلې ده.

سي ټي ډي ويلي نورين په شام کې په داعش کې شامله شوې او د يوې ايجنډې سره بيرته راغلې وه. بي بي سي د سي ټي ډي بيان خپور کړی، چې "نورين په شام کې د دوه مياشتو تېرولو ورستو شپږ ورځې وړاندې پاکستان ته راغلې".

د نورين کورنۍ ويلي د هغې کېس د ترهګرۍ نه دی، او هغه د فرورۍ په میاشت کې تښتول شوې وه.

د هغې ورور افضل لغاري وي او ای ته ويلي، "هغه غلې او غېرفعاله وه او تر دې چې د کرړي نه ويريږي".

افضل نن د دوشنبې په ورځ هم رسنيو ته ویلي، خور يې تُندروه نه، بلکې تښتول شوې ده، هغه ويلي پکار ده چې د دغه پېښې پلټنې وشي د دوي کورنۍ د پېښې حقيقت ښکاره کېدل غواړي.

د نورين پلار عبدالجبار لغاري په سندهـ پوهنتون کې استاز دی، هغه ويلي چې د لُور خيالات يې سخت دريځه نه ؤ، چې لاړه شي او د تُندروه ډلې ملګرې شي.

داعش ډله د افغانستان او پاکستان ترمنځ عرييزو سيمو کې وجود لري.

د پاکستان انټيليجنس بېورو مشر افتاب سلطان په کال ۲۰۱۶م کې خبرداری ورکړی چې داعش په پاکستان کې راولاړېدونکی ګواښ دی او د دلته نه د سلګونو په شمېره کې د ځايي لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره تعلق لرونکي شام ته تلي چې په داعش کې شامل شي.

څيړونکي وايي د داعش دپاره کارکوونکي فعاله دي چې پاکستان کې تعليم يافته ځوانان او ښځې په داعش کې شامل کړي.

د کال ۲۰۱۵م د دسمبر په مياشت کې د سي ډي چارواکو په کراچۍ د ښځو د يو نېټ ورک ښکاره کولو ويلي ؤ چې د داعش دپاره پېسې راټولوي.

امریکايي چارواکي په پاکستان نيوکې کوي چې په ملک کې دننه په تُندروۍ قابو کې پاتې راغلی دی.

ولې پاکستاني وايي ژمن دی چې د ملک څخه تُندروي د جرړو اوباسي، او د ترهګرۍ او تُندروۍ د قابو کولو په لړ کې یې ډېر کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG