لاس رسیدونکی لینک

د سترې محکمې مشر قاضي د مشال د وژنې نوټس اخستی، د وزیراعظم افسوس


وزيراعظم نوازشريف په دغه پېښه ۴۸ ساعته وروستو د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي رياست به قانون په لاس کې اخستونکي ونه زغمي.

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د مشال خان د وژنې نوټس (خبر) اخستی دی.

وزيراعظم نوازشريف په دغه پېښه ۴۸ ساعته وروستو د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي رياست به قانون په لاس کې اخستونکي ونه زغمي.

د سترې محکمې مشر د شنبې/خالي په ورځ د مشال خان د وژنې نوټس اخستی او د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر نه يې په ۳۶ ساعتونو کې د پېښې او پورته کړی شوؤ ګامونو په اړه راپور غوښتی دی.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د پنجشنبې/زیارت په ورځ د ژورنالزم د څانګې طالب علم مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور د پوهنتون نورو زده کوونکو په تشدد وژلی ؤ.

وزيراعظم نوازشريف ويلي قام دې د دې ناوړه پېښې غندنه وکړي او په ټولنه کې دې د زغم او د قانون سرلوړۍ ته وده ورکړي.

نوموړي ويلي پوليس ته لارښوونه کړې چې پېښه کې ککړ دې کسان دې زر تر زره ونيسي.

د مشال خان پلار محمداقبال د زوي د وژنې په غبرګون کې ويلي ؤ د زوي د وژنې زمه واريې دا نظام دی.

پاکستان کې د بشري حقونو سازمان د مشال خان په وژنه د سخت خفګان څرګندونه کړې، او د هغه نه بچ کول يې د رياست زمه واري ګرځولې ده.

سازمان ويلي د مشال وژنې په طالب علمانو او تعليمي اداره کې ویره خوره کړې، او د حکومت نه يې غوښتي هر څوک چې د مشال په وژنه کې ککړ وي او هغوي د قانون منګولو ته رانه وستی شو، نو دغه رنګ وحشي پېښې به رامنځته کيږي.

د مردان پوليسو ويلي د مشال خان د وژنې په تور کې نيول شوي اته طالب علمان يې عدالت ته وړاندې کړي او وروستو څلور نور هم نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG