لاس رسیدونکی لینک

دننګرهار د دروند بم بريد کې د وژنو شمېره ۹۰ ته رسېدلې، د حامد کرزي غبرګون


چارواکو ويلي سيمه لا پاکه کړی شوې نه ده او د وژنو شمېره نوره سېوا کېدی شي.

افغان چارواکو ويلي د پنجشنبې په ورځ ننګرهار کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو دروند بم په بريد کې د داعش د وژل شوؤ جنګيالو شمېره ۹۴ ته رسېدلې ده.

چارواکو ويلي سيمه لا پاکه کړی شوې نه ده او د وژنو شمېره نوره سېوا کېدی شي.

تراوسه پورې داسې کومې اشارې نشته چې په وژل شوؤ کې ملکي وګړي يا پوځي سرتېري هم وو.

افغان صدر اشرف غني ويلي افغان او امريکايي چارواکي د بم په اړوند يو بل سره په نزدې تماس کې وو، ولې پخواني صدر د بم غورځولو او امريکې په سختۍ سره غندنه کړې ده.

د حامد کرزي غبرګون

پخواني افغان صدر حامدکرزي د شنبې په ورځ ويلي هغه د خپل هېواد نه د امریکايي ځواکونو ويستو دپاره کمپاېن پېلوي، ځکه چې دوي د افغانستان په خاوره د "ټولوبمونو مور" نومې بم کارولی دی.

نوموړي ويلي دا "وحشيانه" عمل او د بم ازموينه يې مقصد ؤ، نه چې داعش يې په هدف کړی دی.

کرزي په کابل کې يوې غونډې ته په وينا کې ويلي "ما په يواځې سر پرېکړه کړې چې امريکايي ځواکونه د افغانستانه اوباسم، که څوک مې ملګرتيا کوي او که نه، ما پرېکړه کړې چې د افغانانو په ضد د امريکا د ظلم مخه ونيسم، دوي یواځې زمونږخلک نه وژني بلکې زمونږ چاپېريال تباه کوي او زمونږ د عزت بې احترامي کوي".

افغان صدارتي ماڼۍ په ټويټر باندې د شنبې د ورځې نيوکې ته په غبرګون کې ويلي، "هر افغان حق لري چې د خپل سوچ خبره وکړي، دا د بيان د ازادۍ هېواد دی".

د افغانستان د امنيتي اصلاحاتو وزير امرالله صالح د پنجشنبې د ورځې د بم کارولو دفاع کړې ده.

ولسي جرګه کې بحث

د شنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې هم په خپله غونډه کې د دغه بمي برید په اړه پراخ بحثونه کړي. ځینو وکیلانو د دې برید پلوي وکړه، خو ځینو نورو یې کلک مخالفت کړی دی.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي پریکړه کړې، چې د دغې پیښې په اړه د پلټونو لپاره به یو پلاوی ننګرهار ته استوي او د پلاوي د پلټونو په نتیجه کې به دا جرګه په دې برخه کې خپل دریځ څرګند کړي.

د امريکايي صدر او پوځي چارواکو دريځ

صدر ډونلډټرمپ د امريکايي ځواکونو بريا ستاېلې چې د افغانستان په ننګرهار ولايت کې يې د داعش قومي مرکز په نخښه کړی دی.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ويلي ، "دا يو بريالي عمليات ؤ، او که تاسو وګورئ چې په تېرو اته ؤ اوونو کې څه شوي دي او دا تاسو د تېرو اته ؤ کالو سره پرتله کړئ نو تاسو به ووينئ ډېر توپير راغلی، ډېر توپير".

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي مشر جنرال جان نکولسن او افغان چارواکو ويلي چې په اچین کې يې پر داعش د " ټولو بمونو د مور" برید کې د داعش جګړه مارانو ته لوی زیان رسولی دی.

جنرال جان نکولسن د جمعې په ورځ کابل کې د دې بمبارۍ په اړه خبرې کانفرنس کړی او ويلي يې ؤ چې برید یې د داعش په کښلو سورنګانو او سمڅو کړی دی" مونږ د یوې مناسبې وسلې څخه د یو مناسب هدف لپاره کار اخیستی دی".

جنرال نکولسن ويلي په کومه سیمه کې چې برید شوی هلته ماینونه ښخ شوي وو او د اسلامي دولت یا داعش ډلې خندقونه او سرنګونه ایستلي وو.

د سيمه ييزه خلکو هيلې

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د مامندو د اسدخیلو په سیمه کې د امریکايي ځواکونو په داعش د دروند بم کارولو وورستو سيمه ييزو خلکو ويلي، عادي ژوند يې بيرته روان کړی او دوي د داعش په ضد د دغو عملياتو نه ډېرې هيلې لري.

XS
SM
MD
LG