لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 مړ هم او پړ هم –  مشال خان گور ته کوز شو


د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د زيارت په ورځ د مذهب د سپکاري په تور وژل شوی زده کوونکی په پلارني کلي زېده صوابۍ کې خاورو ته سپارل شوی دی.

مشال خان د خپل پوهنتون ملګرو په وهلو ټکولو وژلې دی، پلار محمداقبال اقبال يې د زوي د وژلو په غبرګون کې وي او ای ډيوه ته د شعر په ژبه کې ویلي:

وخت د ګل او د غوټو په وينو لامبي
په چمن کې د سپرلو په وينو لامبي

ابدالي د زُول باتوره اوس راپاڅه
اژدها د پښتنو په وينو لامبي

په زوي د لګيدلي تور د پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل، "چې مړيې هم کړې او تور پرې هم داسې ولګوې نو دا د ظلم انتهاده"

هغه وويل ځان د بل مسلمان نه کم نه ګڼي او بچي يې په اسلامياتو کې په ۵۰ کې ۴۸ نمبرې اخستې دي.

د مشال په اړه نوموړي ویلي، "چې کله به يې په کور کې خبره کوله د حضرت محمد (ص) حواله به يې ورکوله، د نوي دور خبرې به يې کولې ولې د انصاف حواله به يې د حضرت عمر (رض) د دور ورکوله".

د انصاف ترلاسه کیدو د پوښتنې په ځواب کې هغه وويل، "که چرته دا بشري حقونو والا، مدني فعالان، وکیلان او شاعران اديبان دا غږ پورته کړي نو خیر که هغه ته انصاف ور نه کړل شي خو يو سوچ به راپیدا شي، خلک به خبرشي، ټولنه به مخ په وړاندې ځي او د لمر پلوشې څوک په زنځيرونو نه شي تړلی".

د خیبر پښتونخوا اعلا وزير پروېز خټک په عبدالولي خان پوهنتون کې شوې پیښې ته افسوسناکه ويلي او زياته کړې يې ده چې د پېښې پلټنې روانې دي.

نوموړي ويلي په پوهنتون کې د انتظاميې او زده کوونکو ترمنځه لانجه روانه وه، په لويه شمېره کې زده کوونکي راجمع وو او هم په دغه وخت کې ويل شوي وو چې يو زده کوونکی د اسلام پر ضد خبرې کوي.

هغه ويلي بيا په دغه وخت کې په لويه شمېره کې قهرجن زده کوونکي ورغلي، په دغه يو تن يې تشدد کړی او وژلی يې دی.

نوموړی وايي چې چا ته هم دا حق نشته چې قانون په خپل لاس کې واخلي.

بل لور ته د مردان ضلعې د پوليسو مشر ډاکټرميا سعيد ويلي د پوهنتون د پېښې ابتدايي راپورټ په شېخ ملتون تاڼه کې د ۲۰ کسانو پرضد درج کړی شوی دی. هغه ويلي په دغه کسانو کې اته نيول شوي هم دي.

ډاکټرمياسعيد زياتوي چې د نيول شوو کسانو پېژندګلو يې د ويډيوګانو د لارې کړې او د پېښې د پلټنو او ککړو کسانو د نيولو لپاره د پوليسو درې ټيمونه جوړ کړل شوي دي.

د پوليسو په وېنا د زيارت په ورځ عبدالولي خان پوهنتون کې په لويه شمېره کې زده کوونکو د مذهب د سپکاوي د موادو د خپرولو په تور په مشال او عبدالله نومې زده کوونکو باندې تشدد کړی او مشال يې وژلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG