لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملګرو ملتوتو امنیت شورا کې روس د شام خلاف قرارداد ویټو کړی


چین، ایتهوپیا اؤ قازقستان په دغه معامله کې بې پلوه پاتې شوي اؤ په رایې ورکولو کې یې برخه نه ده اخستې.
چین، ایتهوپیا اؤ قازقستان په دغه معامله کې بې پلوه پاتې شوي اؤ په رایې ورکولو کې یې برخه نه ده اخستې.

د شامي ځواکونو له لوري نزدې ورځو کې د شام په ادلب ښار د شوې شکمنې کیمیایي حملې په ضد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړل شوی قرارداد روس ویټو کړی دی.

د امریکایي خبري ادارې ای پي له مخې د امنیت شورا دغه قرارداد کې په ادلب ښار دشوې شکمنې کیمیایي حملې غندنه اؤ د شام د حکومت څخه په سمدستي ډول ددې د پلټنو غوښتنه شوې وه.

د برطانیې، فرانس اؤ امریکا له لوري د لیکل شوي دغه قرارداد په پلوۍ10 رایې ورکړل شوې اؤ روسیې اؤ بولیویا یې په ضد ودریدل.

چین، ایتهوپیا اؤ قازقستان په دغه معامله کې بې پلوه پاتې شوي اؤ په رایې ورکولو کې یې برخه نه ده اخستې.

دغه قرارداد وروستو له هاغي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راوړل شوی ؤ چې د روانې میاشي په پیل کې د شامي ځواکونو لخوا په ادلب ښار کې د یاغیانو تر ولقې لاندې سیمه کې د خظرناک ګیس د کارولو راپورونه مخې ته راغلل.

په دغو راپورونو کې تر 90 پورې کسان مړه ښودل شوي وؤ چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.

خو دشام حکومت د کیمیایي برید تورونه ردوي اؤ وایي که دغه خطرناک ګیس پریښودل شوی وي نو دیاغیانو له لوري به وي.

د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ په امر په وروستیو کې د شام هاغه هوايي ډګر په ټام هاک کروز میزائیلو ویشتل شوی ؤ چې ددغه برید دپاره ترې شامي الوتکې پورته شوې وې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG