لاس رسیدونکی لینک

سعودي اتحاد کې دپاکستان په ورګډیدو د پارلیمان د ګډې غونډې رابللو غوښتنه


که چرې د ایران اؤ پاکستان اړیکې خرابیږي نو ددې نیغ په نیغ اثر به دپاکستان په کورنو حالاتو کیږي

دپاکستان تحریک انصاف ګوند دسعودي عرب په مشرۍ د اسلامي هیوادونو پوځي اتحاد کې دپاکستان په ورګډیدو ژورې اندیښنې ښودلي اؤ په دغه معامله یې په سمدستي ډول د پارلمان د ګډې غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

د تحریک انصاف مشرانو شیرین مزاري، اسدعمر اؤ ډاکټرعارف علوي په دغه لړ کې د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ کې په رسمي یو قرارداد هم جمع کړی دی.

د پاکستان ګاونډي هیواد ایران د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف د مشر په توګه دپاکستان دپخواني پوځي سرلښکر جنرال راحیل شریف په ټاکل کیدو د وړاندې څخه اندیښنې ښودلي اؤ اسلام اباد کې د ایران سفیر مهدي هنر دوست ویلي مونږ گڼو چۍ دا به د اسلامي نړۍ وحدت ته زیان واړوي

هغه ویلي"ایران به د داسې کوم ایتلاف برخه نه جوړیږي."

په پاکستان کې هم ځینې ګوندونه دغه فوځي ائتلاف ته دپاکستان ورننوتلو سره په اشارو کنعایو کې مخالفت ښایي اؤ دریځ لري چې پاکستان ته په پردو جنګونو کې ځان ښکیل کول پکار نه دي.

پاکستان پیپلز پارټۍ په دغه لړ کې محتاط دریځ خپل کړی اؤ ددغه ګوند مشرانو تر دې مهاله یوازې دومره ویلي چې کتل به دا وي چې ددغه پوځي ائتلاف مشر جنرال راحیل شریف به څنګه ټول قوتونه ځان سره یو ځایې بوتلل شي.

دپاکستان حکومت په ډاګه کړې چې دغه ائتلاف دکوم هیواد په ضد نه بلکې یوازې د ترهګرۍ په ضد دی .

د تحریک انصاف له لوري جمع کړی شوي قرارداد کې ویل شوي چې دا ګوند د سعودي په مشرۍ پوځي اتحاد ته د پاکستان د ورګډیدو په حکومتي پریکړه سخت اندیښمن دی.

د قرارداد د متن له مخې “په تیرو وختونو کې هم لیدل شوي چې دا هیڅکله دپاکستان په ګټه نه ده چې د نورو په جنګونو کې ځان ښکیل کړي اؤ نن هم دپاکستان اولس د پردو جنګونو د برخې جوړیدو سزا خوري”

قررداد کې په اپریل ۲۰۱۵م کې دپارلیمان لخوا د منظور کړل شوي ګډ قرارداد حواله هم ورکړل شوې کوم کې چې ټول سیاسي ګوندو په دې خبره یوه خوله شوي وؤ چې پاکستان به د یمن په جګړه کې بې پلوه وي.

دتحریک انصاف ګوند مشرانو ویلي پارلیمان ته بیخي روښانه نه ده چې دغه فوځي ائتلاف ته د پاکستان د ورننوتلو علتونه څه دي اؤ ددې اغیزې به څه وي ؟ ځکه نو باید په دې د بحث دپاره زر تر زره د پارلیمان ګډه غونډه راوبلل شي.

په پاکستان کې که هرڅو دا مهال اکثریت وګړي سنیان دي خو شیعه مسلمانان هم ددغه هیواد د ابادۍ زیاته برخه تشکیلوي اؤ دپاکستان په پوځ،عدلیه، حکومت اؤ نورو ټولو مهمو ادارو کې شیعه مسلمانان په لوړو عهدو ذمه وارۍ ترسره کوي.

څیړونکي په دې نظر دي چې دپاکستان شیعه مسلک لرونکي وګړي د ایران سره د ښو اړیکو پلوي دي اؤ که چرې د ایران اؤ پاکستان اړیکې خرابیږي نو ددې نیغ په نیغ اثر به دپاکستان په کورنو حالاتو کیږي .

په پاکستان کې له وړاندې څخه وخت په وخت د شیعه اؤ سني اختلافاتو له امله د ګډوډۍ پیښې رامینځته شوي چې څیړونکي دغه نوی صورتحال د شیعه ګانو اؤ‌ سنیانو ترمینځ د ممکنه مسلکي اختلافاتو پیلامه ګڼي

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر راجه ناصرعباس جعفري تیره ورځ د پاکستان سیاسي ګوندونو ته په لیکل شوي یو خط کې د سعوي پوځي اتحاد د مشر په توګه د جنرال راحیل شریف په ټاکنه اندیښنې ښودلې وې.

هغه د هیواد د ټولو سیاسي ګوندو څخه غوښتنه کړې وه د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف ته د پاکستان د ورګډیدو د پریکړې په ضد غږ پورته کړي ځکه چې دغه ائتلاف کې د پاکستان ګډون ددې هیواد په ګټه نه دی

XS
SM
MD
LG