لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو په پوله د پاکستاني پوځ لخوا د تاسیساتو جوړولو مخه نیولې


د زابو په نوم دغه سرحدي سيمه له پخوا نه لانجمنه ده او دواړه غاړې يې د کرښې خپله سيمه بولي
د زابو په نوم دغه سرحدي سيمه له پخوا نه لانجمنه ده او دواړه غاړې يې د کرښې خپله سيمه بولي

افغان سرحدي ځواکونو د پکتيکا په شکين ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري له دغې ولسوالۍ سره پر ډيورنډ کرښه د نظامي تاسيساتو د جوړولو مخنيوی کړی دی.

په جنوب ختيځو ولايتونو کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال راز محمد مندوزي امريکاغږ ته وويل، چې پاکستاني ځواکونو د زابو سرحدي سيمې په صفري نقطه کې د تاسيساتو جوړولو تازه هڅې پيل کړې دي.

جنرال راز محمد مندوزي وويل، پاکستاني پوځيانو دغلته وسايط هم ځای پرځای کړي او پرون يې د تاسيساتو جوړولو لپاره د ځمکې د هوارولو چارې پيل کړې، خو د دوی خبرداری ورکړ او کارونه يې پرې بند کړل.

جنرال رازمحمد مندوزي زياته کړه، چې د زابو په نوم دغه سرحدي سيمه له پخوا نه لانجمنه ده او دواړه غاړې يې د کرښې خپله سيمه بولي.

شکين د پکتيکا غير رسمي ولسوالي ده، چې د دغه ولايت له برمل ولسوالۍ جوخته ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

د پکتيکا سيمه ييزو چارواکو هم د شکين د زابو په سيمه کې پر صفري نقطه د پاکستان له لوري د نظامي تاسيساتو د جوړولو تازه هڅې تاييد کړي دي، خو زياتوي چې د اوس لپاره يې مخنيوی شوی دی.

په سوېل ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومانداني وايي، دوی ته امر شوی، چې له ډيورنډ کرښې سره نږدې د پاکستان له لوري د هر ډول نويو تحرکاتو مخنيوی وکړي.

تر اوسه د پاکستان افغانستان سره په خپله سرحدي سیمه کې افغان ځواکونو له خوا د پوځي تاسیساتو د جوړولو کار د مخنیوي په اړه د افغان سرحدي ځواکونو د دغه قوماندان د ادعا په باب څه نه دي ویلي.

پاکستان پوځ افغانستان سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې کټارو جوړولو پریکړه کړې او په دې برخه کې یې یو لړ اقدامات هم کړي دي.

افغان حکومت د پاکستان دا اقدامات غندلي او د کټارو جوړول یې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې بې اغیزې اقدامات ګڼلي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د کټارو د درولو اقدام د افغان حکومت دپاره هم سخت غبرګونونه راپارولي دي.

خو پاکستان پوځ وايي د سرحد په اوږدو کېد کټارو جوړول د افغانستان له خاورې د غه هیواد ته د وسلوالو مخالفانو د تګ راتګ د مخنیوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرحد د امنیت د مدیریت په موخه دروي.

( داشنا راډیو په مننه)

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG